1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

په سعودي عربستان کي دُره وهل بند سول

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

په سعودي عربستان کي د اصلاحاتو په ادامې سره اوس دُره وهل هم بند سول. د بشر د حقوقو سازمانونه د دغه اقدام څخه هرکلی کوي او د دغه هیواد په قضايي سیسټم کي د نورو اصلاحاتو غوښتنه هم کوي.

Indonesien Öffentliche Auspeitschung Jono Simbolon
انځور: Getty Images/AFP/C. Mahyuddin

د رویترز خبري آژانس پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) خبر ورکړ چي داسي یو سند په اختیار کي لري، د کوم پراساس چي د سعودي عربستان ستري محکمې د دُره وهلو یا شلاق مجازات لغؤ کړي دي. د دغه سند پر اساس به دغه مجازات په نقدي جریمه او یا بندي ګرت سره عوض سي. ویل سوي دي چي دغه اصلاحات د ولیعهد محمد بن سلمان تر لارښووني لاندي تر سره سوي دي.

په سعودي عربستان کي د دُره وهلو څخه د ډیرو جرمونو د مجازاتو په خاطر استفاده کیږي. دغه هیواد تدوین سوي قوانین نه لري او د محکمې احکام اکثرأ د اسلامي شریعت او تفسیرونو پراساس تر سره کیږي. خو په دغه هیواد کي بیا هم د غلأ له کبله د بدن د اعضاوو قطع کیدل یا د قتل او یا ترهګرۍ په صورت کي د اعدام حکمونه په خپل ځای پاته دي.
د بشر د حقوقو د څارني بین امللي سازمان له خوا هرکلئ

په سعودي عربستان کي د دُره وهلو پر مجازاتو باندي د بشر د حقوقو د سازمانونو لخوا په وارو وارو سره انتقادونه سوي وه.د سعودي عربستان د بشر د حقوقو د کمیسيون څخه عواد الواد رویترز ته ویلي دي چي د دُرې وهلو منع کیدل د دغه هیواد د اصلاحاتو د پروګرام یو مهم جز ؤ.

د بشر د حقوقو د څارني بین امللي سازمان یا هيومن رایتس واچ هم د دُره وهلو د لغؤ کیدو څخه هرکلی کړی دی. د دغه سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا مسئول مرستیال، ادم کووګل ویلي دي چي دغه ډول یو تصمیم باید څو کاله دمخه لا نیول سوی وای. دهغه په خبره اوس نو د سعودي عربستان د «غیرعادلانه» قضايي سیسټم د اصلاحاتو په مخکي هیڅ خنډ وجود نه لري.

ددې دمخه په دغه شاهي هیواد کي نور اصلاحات هم تطبیق سوي وه، د هغې جملې څخه د ښځو له خوا د موټرچلول، سفر کول، تحصیل، وظیفې او شغل اجرأ کولو اصلاحات، چي د نارینه خپلوانو (پلار، میړه او ورور) رضاییت ته پکې ښځې حاجت نه لري. خو پر دغو اصلاحاتو سربیره د ښځو او نارینه وو ترمنځ د کامل مساوات خبره لا ډیره لیري ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل