1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهسعودي عربستان

په سعودي عربستان کې د شرابو دوکان پرانيستلو پلان

۱۴۰۲ بهمن ۵, پنجشنبه

د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې په رياض کې د الکولو د يوه دوکان پرانيستو ته چمتوالی نيسي. هلته به پر بهرنيو وګړو شراب پلورل کیږي.

سعودي عربستان په ډېرو برخو کې د پرانيستل کيدو په حال کې دی، دلته د سينماو د پرانيستل کيدو د ترڅنګ د کارتون يا کومک جوړونې مسابقې هم کيږي
سعودي عربستان په ډېرو برخو کې د پرانيستل کيدو په حال کې دی، دلته د سينماو د پرانيستل کيدو د ترڅنګ د کارتون يا کومک جوړونې مسابقې هم کيږيانځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

په سعودي عربستان کې د شرابو د دوکان د پرانيستو د پلان په اړه معلومات لرونکو سرچينو ويلي دي چې په پلازمېنه رياض کې د الکولو د يوه لومړي دوکان پرانيستو ته چمتوالی نيول کيږي چې په ځانګړي توګه به خارجي ديپلوماتانو ته خدمات وړاندې کوي.

دې سرچينو ويلي دي چې انتظار کيږي په راتلونکو څو اونیو کې دا هټۍ پرانيستل شي.

څرګنده دې وي چې په سعودي عربستان کې پر شرابو بندیز دی، خو د بهرنيو هېوادونو غير مسلمان دیپلوماتان هغه له نورو لارو ترلاسه کوي.

د شرابو د ترلاسه کولو اصول او مقررات

رويټرز خبري آژانس ته په رسيدلي سند کې ويل شوي دي چې له دې په نظر کې نیول شوي، دوکان څخه به د شرابو ترلاسه کولو له پاره مشتريان د ځېرک تليفون د يوه ايپليکشن له لارې لومړی خپل نوم ثبتوي او د رانیولو له پاره د میاشتنۍ سهمیې مقررات هم بايد مراعت کړي.

په پېل کې به د الکولو خرڅلاو يوازې تر هغو ديپلوماتانو محدود وي چې تر اوسه یې د سفارتي بستو په نوم په مهرلاک شويو پاټکونو کې شراب واردول.

هغه کسان چې ۲۱ کلن شوي نه وي، هم دې دوکان ته د داخليدو اجازه نه لري او په مغازه کې دننه به هم تل «مناسب لباس ته اړتيا وي.»

ولي په سعودي کي ښځي موټر چلولو ته خوشالي دي؟

06:28

This browser does not support the video element.

په هغه سند کې چې د فرانسې او رويترز خبري آژانسونو همکارانو ليدلی دی، راغلي دي چې د شرابو دا نوی دوکان به د رياض ښار د مرکز لوېديځ لوري ته په سفارتي سيمه کې جوړ شي.

په دې اوسني سند کې داسې کوم وړاندیز نشته چې ګني د سفارتي مراعت پرته به نورو هغو بهرنيو وګړو ته هم دا آسانتيا برابر شي، چې د اوسني قانون له مخې پرېشراب ته لاس رسی منع دی.

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمانانځور: Sergei Savostyanov/Sputnik/REUTERS

که څه هم چې د دې پلان شوې هټۍ سره به شراب د رياض د ژوند برخه وګرځي، خو د الکولو کاروونکي باید دې ته هم پام وکړي چې هغوی دا [الکول] چېرې څښي او تر څښلو وروسته یې له خلکو سره چلند څرنګه دی.

د شرابو د غیر قانوني تجارت د مخنيوي هڅې

د سعودي عربستان چارواکي وايي چې په رياض کې د شرابو دا په نظر کې نيول شوې هټۍ به په هېواد کې د «شرابو د غیر قانوني تجارت پر ضد» مقابله وکړای شي. د يادولو وړ ده چې تر اوسه په سعودي عربستان کې شراب د سفارتي پوست او يا له تور بازار څخه ترلاسه کيدلای شي.

د سعودي عربستان د پخواني پاچا شاه عبدالعریز، له زامنو څخه يو یې يو بريتانوی دیپلومات چې سخت نشه وو، په ډزو وژلی وو او تر دې پېښې وورسته په ۱۹۵۲م کال کې په سعودي عربستان کې پر شرابو بندیز لګول شوی وو.

دا به له هغه وخت راهېسې د الکولي مشروباتو لومړۍ هټۍ وي.

خو دې ګام ته هم د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د ډېر محافظه پال دولت د سياحت او تجارت له پاره د پرانيستو د هڅو د برخې په سترګه کتل کیږي. دا چې اسلام د شرابو څښل حرام ګرځولي دي، نو په دې هېواد کې له کلونو راهېسې شراب خانې نشته او دا نوی ګام په دې برخه کې يو ډېر مهم بدلون ګڼل کیږي.

په سعودي عربستان کې د مسلمانانو دوه ډېر مقدس ځايونه مکه او مدينه پراته دي چې له ټولې نړۍ څخه مسلمانان د حج او عمرې له پاره ورځي. په سعودي عربستان کې د شراب کاروونکو له پاره سخت قوانين موجود دي چې په هغه کې د سونودُرو وهلو، له هېواده د شړلو، نغدي جريمې او يا د بند سزاو په څېر سزاوې شاملې دي. په دې جرم مرتکب خارجي وګړي له هېوده شړل کیږي. 

خو د اصلاحاتو د برخې په توګه اوس په درو د وهلو سزا تر ډېره د بند په سزا اوښتې ده.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل