په سعودي عربستان کې څلور پاکستانیان اعدام شوي
۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعهد سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ اعدام شوي دي. د فرانسې خبري آژانس د سعودي عربستان د چارواکو له قوله په دې اړه په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه کسان د محکمې له لوري پر دې تورن شوي وو چې پر یوې ښځې یې لومړی جنسي تیری کړی وو او بیا یې وروسته وژلې وه. زیاته شوې ده چې همداشان د دغې میرمنې پر یوه تنکي زوی هم جنسی تیری شوی وو.
د سعودي عربستان د اس اې پي، خبري آژانس په وینا دغه څلور کسان د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې یوه کور ته ننوتي وو او د ګاڼې پر غلا کولو سربیره یې پر دغې ښځې او د هغې پر تنکي زوی جنسي تیری کړی وو او بیا وروسته یې هغه زندۍ کړې وه.
د فرانس پرس د خبري آژانس د ارقامو له مخې د ۲۰۱۸م کال له پیل راهیسې تر اوسه په سعودي عربستان کې د شلو تنو د اعدام حکم عملي شوی دی.
په تیر میلادي کال کې بیا په بیلا بیلو جرمونو کې ښکیل ۱۴۱ تنه اعدام شوي وو. په دغه هیواد کې د اعدام حکم د تورې په واسطه عملي کیږي.