په سعودي کې مېرمنو ته د طلاق خبر په تليفوني پيغام ورکول کيږي
۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبهپه راتلونکي وخت کې به په سعودي عربستان کې مېرمنو ته د محکمې له لوري د لنډ تلیفوني پیغام «اس ام اس» له لوري د خپل طلاق په هکله خبر ورکول کیږي. د دغه هیواد د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې له دې وروسته به مېرمنو ته د یوه کتبي پیغام له لارې «په خپل کورني ژوند کې د هر ډول بدلون په هکله» خبر ورکول کیږي.
زیاته شوې ده چې پر دې سربیره اغیزمنې شوي مېرمن د خپل ګډ ژوند د ختمیدو په هکله ټول اسناد د وزارت پر انټرنټ پاڼه هم کتلی شي.
دغه نوي مقررات به د دې مخه ونیسي چې نارینه په پټه خپلې ښځې طلاقې کړي. پر دې سربیره دغه مقررات دا خبره هم یقیني کوي چې تر طلاق وروسته مېرمني د خپلې نفقې غوښتنه هم وکړي.
د اصلاحاتو کوچنی ګام
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، له څه مودې راهیسې په دغه محافظه پاله سلطنت کې ځیني ټولنیز ریفورمونه پېل کړي دي. د بیلګې په توګه له تیر میلادي کال راهیسې ښځې د موټر چلولو اجازه لري او د لومړي ځل له پاره یې سپورتي لوبغالو ته د تګ اجازه هم تر لاسه کړه.
خو له دې سره سره هم سعودي عربستان د نارینه وو او ښځو له برابروالي ډېر ليري دی. پر نورو سربیره پر دې سیستم باندې هم انتقاد کیږي چې له مخې یې ښځې د مهمو پریکړو په ترڅ کې لکه بهرني هیواد ته د سفر پر مهال د نارینه محرم اجازې ته اړتیا لري. پر دې سربیره په تیرو میاشتو کې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقوقو یو شمیر فعالانې هم نیول شوي دي.