1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سعودي کې ۳۱۴ افغان زندانیان آزاد شول»

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په سعودي عربستان کې د بیلابیلو ښارونو له زندانونو څخه ۳۱۴ افغانان ازاد شوي دي.

Symbolbild Gefangenschaft
انځور: Sergey Nepsha/Zoonar/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل دویچه ویله ته وویل چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ په منځګړیتوب یاد زندانیان ازاد شوي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته راستانه شي.نوموړي دویچه ویله ته لیکلي: «د هلو ځلو په پایله کې ۳۱۴ افغان بندیان، چې د یاد هېواد په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا زندانونو کې بندیان وو، له بند خونو ازاد شول.»

کابل ته د سعودي له توقیف خانو د آزاد شوو ۲۲۴ افغانانو ستنیدل

تکل ذ زندانیانو د جرمونو او قضیو په اړه زیاته کړه چې زیاتره زندانیان د اسنادونو په خبره کې د جعل کارۍ، له کفیل سره ستونزه، حج او عمرې او ترانسپورتي مواردو کې د تخطۍ له امله زندان بندیان شوي وو. تر دې مخکې په  سلګونه هغه افغانان چې په سعودي کې د غیرقانوني اسنادو او قاچاقي تګ په جرم زنداني شوي وو د یاد هېواد له لوري په ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کلونو کې افغانستان ته استول شوي ول.

سعودي ته په پاکستاني پاسپورتونو تللي افغانانو ستونزي

پر افغانستان د طالبانو تر تسلط وروسته کابو یو نیم کال اوړي، خو لا تر اوسه هیڅ کوم هیواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګې پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګولو پریکړې د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي او له هغوی هر څه ژر د دغو پریکړو د بیرته اخیستلو غوښتنه کوي.

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، د دې هیواد ډیری سفارتونه په نامعلومه وضعیت کې پاتې دي. یوازې څو د ګوتو په شمار هیوادونو طالبانو ته اجازه ورکړې ده چې خپل استازي معرفي کړي. نور سفارتونه بیا له هماغو دیپلوماتو سره کار کوي چې د پخواني حکومت له خوا معرفي شوي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب