په سلوانیا کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کیږي
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهاعلان
د سلوانیې په هیواد کې نن له شاوخوا ۱،۶ میلیونه وگړو څخه غوښتل شوي دي چې نوی ولسمشر وټاکي. د تر سره شوو نظر پوښتنو پر اساس دانیلو تورک (Danilo Türk) د بریا چانسونه ډیر دي. دغه ۶۰ کلن کس د کیڼ اړخو نوماند دی. په دغه ټاکنو د هغه دوه نور سیالان هم برخه اخلي.
د اټکلونو له مخې که چیرې له دغه نوماندانو څخه یو تن هم اړینه رایې تر لاسه نه کړي، نو د ټاکنو دویم پړاو به د دسمبر د میاشتې پر دویمه نیټه تر سره شي. سلوانیا د بانکونو د ضعیفه اقتصادي حالت څخه له بحران سره مخامخ شوې ده. له همدې امله د دغه هیواد منځني ښي اړخه دولت د سپما سخت اقدامات په پام کې نیولي دي.