کابل: د تنخواوو د نه ترلاسه کولو له امله اعتراضونه وشول
۱۴۰۰ شهریور ۶, شنبه![Afghanistan | Warteschlange vor einer Bank in Kabul](https://static.dw.com/image/59011958_800.webp)
په داسې حال کې چې په سلونو کسان د یوه بانک مخ ته د تنخواه نه ترلاسه کولو په خاطر اعتراضونه کړي، په ورته وخت کې ګڼ شمیر نور د پيسو راوښکلو اتومات ماشینونو ته په اوږده کتار کې ولاړ ول.
اسوشيېتد پریس له کابله لیکي چې دغه اعتراض کونکي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۸مه) په کابل ښار کې د کابل بانک يوې نمایندګۍ مخې ته راټول شوي ول. د دوی چې په ډله کې ملکي کارمندان هم ول چې د خپلو تنخواو د ترلاسه کولو غوښتنه يې کوله. ځينو اعتراض کونکو ویلي چې د درو تر شپږو میاشتو راهیسې يې تنخواوې نه دي ورکړل شوي.
د دوی په وینا که څه هم بانکونه درې ورځې مخکې بیرته پرانستل شول، خو هيڅ څوک په دې نه دی بریالی شوی چې پیسې وباسي.
که څه هم د پيسو راوښکلو اتومات ماشينونه (ATM) اوس هم فعال دي، خو د پیسو راوښکلو امکانات په کې په ۲۴ ساعتونو کې د شاوخوا ۲۰۰ ډالرو پورې محدود شوي دي. ياد خبري آژانس لیکي چې دغو ماشينونو ته په اوږده کتار کې خلک ولاړ دي.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو یوه سازمان د سختې وچکالۍ څخه خبرداری ورکړی چې ممکن په ميلیونو انسانان بشري مرستو ته اړ کړي.
په افغانستان کې د اقتصادي بحران رامنځ ته کیدل به وشي کړای د لويديځو هیوادونو له پاره پر طالبانو د نفوذ یوه وسیله وګرځي چې پرمټ به يې دغه ډله د اګست ۳۱مې وروسته په افغانستان کې یو جامع حکومت رامنځ ته کیدو ته تشویق کړي.
د اګست ۳۱مه چې درې ورځې ورته پاتې دي، د امريکا و طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور وروستۍ نيټه ده. امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په پای کې په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړ.
آ/م.ک.ص./ا.ا.