د ليبيا ساحلي ساتونکو په حواله، دوی د تيرې جمعې په ورځ لږ تر لږ ۲۰۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې له مرګ څخه وژغورل. دغه مهاجر په دوو کشتيو کې سپاره ول چې په سمندر کې له پيښې سره مخ شوي ول. له دې سربيره ليبيايي ساتونکو په يوه بله جلا پيښه کې ۹۴ مهاجر چې کشتۍ يې اوښتې وه، ژغورلي دي. دغه مهاجر د ليبيا ساحلو څخه ۱۲ مايله لرې ژغورل شوي دي. ويل کيږي چې په احتمالي توګه پنځه مهاجر مړه شوي هم وي.
د ليبيا د سمندري ځواکونو يوه وياند ویلی دي چې ژغورل شوي مهاجر د سودان، نايجريا، چاد او مصر هيوادونو څخه دي.
د ليبيايي چارواکو په وينا په مجموعي توګه له تيرې چهارشنبې ورځې راهيسې، ۹۰۰ مهاجر ژغورل شوي.
د ليبيا ساحلي ساتونکي وايي، د هوا او اوبو په توديدو سره، د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو په شمير کې زياتوالی راغلی دی. ورسره جوخت په دغه سمندرګي کې د ژغورنې ماموريتونه هم ډير شوي دي.
هاخوا اسپانيايي چارواکو ويلي دي چې دوي ۵۶۹ مهاجر ژغورلي دي. د ايتاليا په سويلي ساحلونو کې يوې باروړونکې ډنمارکي کشتۍ هم ۱۱۳ مهاجر له اوبو ښکلي دي.
د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني چې د مهاجرت ضد سياست تعقيبوي اوس يې د مهاجرت په چارو کې له نويو اقداماتو کار اخيستلی دی. هغه ويلي دي چې نور به د ژغورونکو ډلو مهاجر ليږدونو کشتيو ته اجازه ورنکړي چې د دوي په بندرونو کې مهاجر ښکته کړي. سالويني ويلي دي: «زه غواړم د مافيا او انساني قاچاق کاروبار له منځه يوسم.»
ايتاليا خپل دغه سياست په ورستيو ورځو کې په عمل کې هم ثابت کړی دی. دغه هيواد تيره اوونۍ د «اکواريوس» کشتۍ ته چې شاوخوا ۶۰۰ ژغورل شوي مهاجر په کې سپاره ول، اجازه ورنکړه چې په بندر کې يې لنګر واچوي. د ايتاليا د ممانعت له وجې د يکشنبې په ورځ (جون ۲۴مه) هم دوه کشتۍ په سمندر کې اړ شوې چې انتظار وباسي.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
لس هيوادونه چې سږکال يې سمندر له لارې اروپا ته ډير مهاجر لرلي
د ۲۰۱۷ کال په نژدې ۱۱ مياشتو کې اروپا ته په سمندري ۱۶۰۸۴۷ تنه مهاجر رسيدلی دي. په دغه انځوريز رپوټ کې به هغه لس هيوادونه وپيژنئ چې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې يې له دغو لارو تر ټولو ډير مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroنايجريا، سوريه، ګنيا، د عاج ساحل، مراکش، بنګله ديش، ګامبيا، مالي، الجريا او عراق هغه لس هيوادونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ وايي چې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې يې د سمندر له لارې اروپا ته تر ټولو زيات مهاجر لرلي دي. به دغې موده کې د یادو هيوادونو څخه ۱۰۲۴۰۹ مهاجر اروپا ته رسيدلي دي. دغه هیوادونه په ترتيب معرفي شوي:
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaroد مهاجرو شمير ۱۷۴۸۷. د (UNHCR) ادارې د ۲۰۱۷م کال اکتوبر مياشتې ۳۱مې نيټې خپرو شويو ارقامو له مخې د روان کال په لمړيو لسو مياشتو کې اروپا ته د سمندري لارو په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې د نايجريا هيواد اتباع دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Diabد مهاجرو شمير ۱۴۹۵۴ تنه. دا د هغو سوريايي مهاجرو شميره ده چې د روان کال په لمړيو لسو مياشتو کې يوازې په سمندري لارو اروپا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Fucariniد مهاجرو شميره ۱۲۱۵۴. په دې حساب، ګينې تر نايجريا او سوريې وروسته په لسو هغو هیوادونو کې دريم ځای لري چې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې يې اروپا ته د سمندر له لارې ډير مهاجر لرلي دي.
انځور: picture-alliance/AP/S. Diabانځور: AP Photo/E. Morenatti مراکش څخه د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې په سمندر لارو ۹۵۵۸ تنه مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
انځور: DW/G. Hedgecoeانځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardt له مالي څخه د ۲۰۱۷م کال په لمړيو لسو مياشتو کې د سمندر له لارې ۶۹۵۳ تنه مهاجر اروپا ته رسيدلي دي، چې دې سره يې د لسو مخکښو هيوادونو په ډله کې ۷ ځای خپل کړی دی.
انځور: Getty Images/C. McGrathله ګامبيا هيواد څخه د سمندري لارو اروپا ته د روان کال په لمړيو لسو مياشتو کې ۷۷۱۱ تنه مهاجر رسيدلي دي.
انځور: picture alliance/AP Images/M. Morenoله الجزاير څخه د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې د سمندر له لارې ۶۳۹۷ تنه مهاجر اروپا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/C. McGrathعراق د ۶۳۲۹ تنه مهاجر په لرلو په وروستي يا لسم ځای کې قرار لري. دا هغه لس هيوادونه دي چې د ۲۰۱۷ کال په لمړيو لسو مياشتو کې يې د سمندري لارو اروپا تر ټولو زيات مهاجر رسيدلي دي. په ياده موده کې له دغو لسو هيوادونو څخه ټول ۱۰۲۴۰۹ مهاجر اروپا ته رسيدلي دي. سرچينه: (UNHCR). انځورونه: دويچه ويله آرشيف. چمتو کونکی: محمد کريم صالح
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaro