په سمنگان کي موټر بم چاودنه او وسله واله نښته پیل شوي
۱۳۹۹ تیر ۲۳, دوشنبه![Afghanistan Anschlag auf Polizeiquartier in Kandahar](https://static.dw.com/image/49640009_800.webp)
د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په ۱۳مه نیټه) په سمنګان ولایت کې ځايي چارواکو وویل چې نن د دوشنبې په ورځ یوې دولتې ودانۍ ته نیږدې درنه چاودنه شوې چې په پایله کې یې۴۰ کسان ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره، تر چاودنې وروسته، وسله والو کسانو له امنیتي ځواکونو سره جګړه هم پیل کړې ده.
د سمنګان ولایت د چارواکو په خبره، چاودنه د دې ولایت په مرکز ایبک ښار کې شوې ده خو تر اوسه پورې یې د چاودنې اصلي هدف معلوم نه دی. د معلوماتو له مخې، چاودنه د دې ولایت د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته نیږدې شوې ده. تر اوسه پورې د دې پیښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د سمنګان ولایت د والي ویاند محمد صدیق عزیزي د یادې پیښې د پخلي ترڅنګ وویل: «دا یو پیچلی برید دی چې د موټر بم په چاودنې پیل شو. له بریدګرو سره جګړه لا هم روانه ده.»
په عین وخت کې د سمنګان ولایت د عامه روغتیا ریاست وايي چې د پیښې له ځایه دوی ته لږ تر لږه ۴۳ ملکیان او د امنیتي ځواکونو غړي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي او دا چې دوی اوس تر درملنې لاندې دي. د ځايي چارواکو په خبره، د پیښې له کبله د ټپيانو شمیر ابتدايي دی او ښايي پکې بدلون راشي.