د «بېلا چاو» په نامه د يوې ياغي او چريکي سندرې په واسطه د آلمان د بامبرګ ښار اوسيدونکو سندري په يوټيوب کې څه باندې ۳۰۰ زره کليکونه په لاس وروړيدي.
د دغي مفکورې لرونکي او عملي کوونکی وايي چې «دا د ګاونډيانو ترمنځ يوه ډېره ناڅاپي مفکوره وه. د هغه په خبره: «زه ډېر حيران يم چې هغه د خلکو احساسات څومره پاروي.» دغه ويډيو په ايټالوي ژبه په يوه احساساتيوينا شروع کيږي چې يو تن پکې خپل احساسات بيانوي. نوموړی وايي چې له ايټاليا څخه خپاره شوي انځورونه څومره دردونکيدياو دی څومره پاروي.
کرونا ايټاليا ډېره اغېزمنه کړې او ځپلې ده
د پيوستون او خواخوږۍ د روحيې له مخي يې بيا پرېکړه وکړه چې د ايټالوي ژبې «د آزادۍ تر ټولو وتلې سندره سره ووايي راځی چې سندره سره ووايو. په دې جمله سره نوموړی پر خپلو ګاونډيانو باندې غږ کوي او خپل کيبورډ يا پيانو ته کښېني.
ګاونډيان يې هم له کړکيو دباندې خوا ته ګوري يا د کورونو پر بامونو باندې ختلي دي. هغوی بيا سندره وايي، ځينې پکې ګيتار غږوي او نور ډول وهي. يو تن د چټليو يا کثافاتو له لوښي څخه د ډول په صفت کار اخلي او يوه وړه نجلۍ د ايټاليا بيرغ په لاس کې نيسي.
په ايټاليا کې هم په تيرو ورځو کې ډېره له برنډې او کړکيو څخه په ټولو کوڅو کې د سندرو ازانګې خپرې کړې دي څو د قرنطين او انزوا په حالت کې يو بل خوشحالهاو له مرسته کوونکو څخه مننه وکړي. په ايټاليا کې د مارچ د لسمي نېټې راهيسي پر ګرځېدو بنديز جاري شوی دی.
په ایران کې د افغان کډوالو یوه ډله راک موسیقي غږوي
د «اسوشیډټ پرس» خبري آژانس په تهران کې د راک موسیقۍ یوې څلور کسیزې ډلې ته خپل پام وراړولی دی. د دغې ډلې دری تنه په ایران کې زیږیدلي دي او یو تن یې په کوچنينوالي کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان څخه ایران ته مهاجر شوی.
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norrozi«اسوشیډټ پریس» خبري آژآنس په تهران کې د " Arikayn" (اریکین) په نوم د موسیقۍ د یوې ډلې په هکله رپوټ جوړ کړی دی. په دې رپوټ کې راغلي دي چې د موسیقۍ دغه ډله د تمرين له پاره د نجارۍ په یوه کارخانه کې سره راټولیږي.
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norroziتریا حسیني، محمد رضایې، حکيم ابراهیمي او اکبر د دې ډلې غړي دي. د ګیتار غږونکې او سندرغاړې ثریا حسیني په ګډون د دغې څلور کسیزې ډلې ۳ تنو یې په ایران کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norroziد دغو ځوانانو مېندې او پلارونه هغه کسان دي چې کلونه مخکې له افغانستان څخه ایران ته مهاجر شوي دي.
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norroziحکیم ابراهیمي د دې ډلې یوازنې غړی دي چې په افغانستان کې زیږیدلی دی، خو هغه هم په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجر شوی وو.
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norroziحکیم ابراهیمي په پیل کې سریزه له ډول یا طبلې سره پيلوي، بیا د ډلې د نورو غړو غږونه د «متالیکا» له موسیقۍ څخه په الهام په دې ډول پورته کیږي «دا افغانستان دی، د انسان ژوند ارزان دی، د جنت لاره له همدې ځای ده، انسان وژنه آسانه ده.»
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norroziد دې ډلې غړي د ورځې له خوا د خیاطۍ او نجارۍ په دستګاو کې کار کوي او د شپې له خوا د موسیقۍ تمرینونه کوي.
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norroziپه ایران کې د دوی ډلې ته د کنسرت د اجراء کولو اجازه نه ورکول کیږي.
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norroziحسن نوري د ډغې ډلې په هکله یو مستند فلم جوړ کړی دی. هغه وایې: «د دغې ډلې د غړو برخليک کېدای شوای هم زموږ د ډیرو نورو همصنفیانو او دوستانو په شان وای چې مزدورۍ ته یې تن ورکړی دی او شاید هم د خپلو پلرونو په شان شوي وای. خو دوی له نورو بل ډول ول. دوی مجبوره وو مزدوري وکړي، خو کارګرۍ ته یې تن نه ورکاوه. دوی ځان ته زما په څیر په مسلکي ډول خيالي دنيا جوړوي.»
انځور: picture-aliance/AP Photo/E. Norrozi