په سوداګریزو اړیکو کې پر افغانستان د پاکستان تازه فشارونه
۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبهافغان سوداګر وايي چې په سوداګریزو او اقتصادي چارو کې د پاکستان د نه ژمنتیا له امله په وروستیو څو کلونو کې له پاکستان سره سوداګري له شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو یو میلیارد ډالرو ته رالوېدلې ده.
د پخواني ولسمشر اشرف غني حکومت ادعا کوله چې پر پاکستان د اقتصادي او سوداګریزې تکیې کمېدو په موخه یې د منځني اسیا له هيوادونو سره سوداګري ډېره کړې.
دغه راز، چاه بهار بندر یې بل مهم بدیل باله چې له مخې به یې افغان سوداګرو ته صادرات او واردات خورا اسانیږي.
د آپټا نوی تړون
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته سوداګر وایي، له طالبانو سره د پاکستان د ژورو اړیکو له مخې دغه هيواد غواړي افغانستان یو ځل بیا د هغوی تر سوداګریز او اقتصادي انحصار لاندې راشي.
ویل کیږي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره د آپټا نوی تړون لاسلیک کړي، خو په دغه تړون کې د پاکستان بنسټیز فشار څه دی؟
د ننګرهار د سوداګری خونې مدیره پلاوي غړي زلمي عظیمي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان او پاکستان حکومتونو داسې وینا کړې، دغه نوی د آپټا تړون چې دواړه حکومتونه به یې معاهده کوي، داسې ویل کیږي چې پاکستان داسې فشار راوړي چې زموږ لارۍ موټر باید د افغانستان ټولو ولایتونو ته ولاړ شي افغان لارۍ موټرو ته به هم اجازه ورکوي، د ټرانسپورټ برخه کې نوې خبرې دې حد ته رسېدلي.»
اوسمهال په سوداګریزو توکو بار پاکستاني باروړونکي موټر يوازي د سوداګریز بندر اړوند ولایت تر مرکزه توکي لېږدولی شي او له هغه ځایه په افغاني موټرو کې باریږي.
دغه راز، افغان باروړونکي موټر هم خپل صادراتي توکي یوازي تر پېښوره لېږدولی شي.
آیا له منځنۍ اسيا سره په سوداګرۍ کې هم توپیر راغلی؟
وروسته له هغې چې پاکستان په سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې ستونزې جوړولې افغان سوداګر اړ وو چې ډېر سوداګریز توکي په ځانګړي ډول خوراکي او ساختماني توکي د پاکستان پر ځای د منځنۍ آسیا هيوادونو له لارې افغانستان ته راولېږدوي.
اقتصادي شنونکي وايي، له پاکستان سره د افغانستان سوداګري تر نیمايي راښکته کېدو دغه هيواد ته ستر زیان اړولی.
د شنونکو په باور په افغانستان کې د وروستي بدلون څخه په ګټه اخېستنې پاکستان غواړي خپل اقتصادي زیان جبران کړي.
عظیمي وايي: «زموږ بانکي نظام فلج دی، مخکې مو د بانک له لارې بهر ته پیسې لېږلې اوس یې د صرافانو له لارې لیږو، پخوا به مو چې یو لک ډالر بهر ته لېږل ۲۰۰ ډالر مصرف پرې راته خو اوس یو لک ډالر په ۳۰۰۰ ډالرو مصرف لیږو د دې وجې زموږ د تجارت کچه کمه شوې، اوس چې له پاکستان سره کوم تجارت روان دی په هماغه پخوانی کچه دی، منځي اسیا سره په هماغه ډول خو اوس دغسې غوغا او خبرې شته چې له پاکستان سره زموږ د تجارت کچه لوړیږي.»
هاخوا ځینې اقتصادي شنونکي وايي چې سره له دې چې افغانستان او پاکستان یو د بل له پاره غوره سوداګریز او اقتصادي شریکان ثابتېدای شي، خو پاکستان تل په دې اړه خپلې ژمنې ماتوي.
اقتصاد پوه عبدالنصیر ریشتیا په دې اړه وویل: «زه ډاډه نه یم چې پاکستان هغه څه چې وايي، په هغه عمل وکړي ځکه په دې شلو کلونو کې دا څرګنده شوه کله به چې د افغانستان او پاکستان سیاسي روابط خراب شول نو هغوی به د لارو او تجارت له لارو فشار راوړ او خنډونه به یې جوړول.»
افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۰م کال کې د آپټا په نوم تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې افغان ترانزیټي موټر د پاکستان تر بندرونو سوداګریز توکي لېږدوي او پاکستاني باروړونکي موتر به د منځني اسیا تر هيوادونو د سوداګریزو توکو د لیږد اجازه ولري.
افغان سوداګر ادعا کوي د آپټا اوسنی تړون نیږدې ۷۰ سلنه د پاکستان په ګټه دی او پاتې ۳۰ سلنه ته یې هم چې د افغانستان په ګټه بلل کیږي، پاکستان ژمن نه دی پاتې شوی.