1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د داعشيانو زندانونه که د بارودو ځیرمي

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

د سوريې په شمال کي د داعش بندیانو له خوا ناکرارۍ رامنځ ته سوي. دا ترهغه وروسته چي په زندان کي د کرونا د خپراوي بيري زياتي سوې.

Syrien Gefängnis für IS-Mitglieder in Hassaka ARCHIV
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/C. Guzy

د سوريې په شمال کي په ټوليزه توګه د امنيت په تړاو اندېښني زياتي دي. په عين حال کي د هسکه په نوم زندان کي د داعش بندي جنګياليو احتجاجونه وکړل.

د هسکه په محبس کي بندي کسان چي د داعش پخواني جنګيالي دي، د پاتي نړۍ سره هيڅ اړيکه نه لري. هغوی نه تليفون لري او نه هم انټرنټ او نه هم هغوی راډيو يا تلويزيون لري. کُردي ساتونکي بعضي وخت هغوی ته د تلويزيون کتلو امکانات برابر کړي. خو د کورنۍ د غړو سره د دغه بندیانو ملاقاتونه هم تقریبأ د هیڅ برابر دي.

دا چي په نړۍ کي د کرونا ويروس له کبله بحران رامنځ ته سوی، دا خبر په يو ډول د هسکه زندان ته هم ورغلی او بندیان په خبر سوي دي. له دغه زندان څخه داسي خبرونه راوتلي دي چي ګواکي په بندیانو کي د دغه ويروس په تړاو اندېښنې زښتي زياتي سوي دي. په دې ترڅ کي بندیانو د مارچ په ۱۹مه نېټه لا په زندان کي احتجاجونه وکړل او د زندان لاندنی منزل يې تر خپلې ولکې لاندي راوستی. د مارچ په دېرشمه نېټه کُردي چارواکو ګڼ شمېر نور ساتونکي دغه محبس ته وروستل او هغوی په دې وتوانېدل چي وضعه تر کنټرول لاندي راولي. دا چي د کُردي امنيتي چارواکو په دغه عملياتو کي څومره کسان وژل سوي يا ژوبل سوي، په هکله يې تفصيل نه دی ورکول سوی.

په دغه زندان کې د داعش د جنګیالیو میرمنې او ماشومان هم ساتل کیږيانځور: picture-alliance/AP Photo/B. Ahmad

د سوريې په شمال کي د کوردانو په دغه سيمه هسکه کي د داعش نژدې ۵ زره جنګيالي بندیان دي. نژدې څو سوه وسله وال کُردي ساتونکي د دغه محبس په ساتنه مؤظف دي. دغه بنديان د داعش يا «اسلامي دولت» هغه جنګيالي دي چي د سوريې په بيلو سيمو کي د جنګ پر وخت نيول سوي دي او يا يې وسلې پر مځکه ايښي او تسليم سوي دي. دا په داسي حال کي چي داعش په سوريه او په عراق کي په بشپړه توګه ماته خوړلې ده.

د شمالي سوريې خودمختاره دغې سيمي هسکې ته د روجاوا خطاب هم کيږي. د دغي سيمي مرکزي ښارعينِ عيسی دی. د دغې سيمي او د نړۍ تر منځ د ارتباط تر ټولو مهمه ذريعه د روجاوا انفورمېشن سېنټر په نوم مرکز دی. د دغه مرکز په وينا د داعشي بندیانو له خوا د شورش د هڅې اصلي لامل د کرونا له ويروس څخه بيره او اندېښنه وه. زياته سوې چي دغو بندیانو يو شمېر نوري غوښتنې هم لرلې چي پکښي د بشري حقونو د سازمانونو له فعالينو سره د ليدنو کتنو غوښتنه او د داعش ضد اتحاد د غړو سره د ملاقات غوښتنه هم شامله ده.

د هسکه په زندان کي بندي زندانيان د بيلو هيوادونو سره تړاو لري. ځايي کُردي چارواکو څو ځله له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چي د دغه زندان د ساتلو له پاره دي ورته د نړيوالو ساتونکو يوه ډله ولېږدوي. په دې ترڅ کي د کُردي زندانيانو له اصلي هيوادونو څخه هم غوښتنه سوې چي هغوی خپل تابعيت لرونکو د بېرته اخيستلو امکانات او لاري چاري برابري کړي. خو تر اوسه لا هلته په زرهاؤ کسان بنديان دي. روسيه، ملايشيا، ازبکستان او کوزوو هغه هيوادونه دي چي تر مخه يې لا خپل يو شمېر تابعيت لرونکي بندیان له دغه زندان څخه منلي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب