په سوريه کي د موټر يوه بمي چاودنه سوې ده
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبهاعلان
د سوريې په ديرالظور کي په موټر کي پټ کړل سوي يوه بم دغه ښار لړزولی دئ. په لندن کي د سوريې سره تړاو درلودونکي د بشري حقونو يوې ټولنې ويلي دي چي دغه بريد د سوريې د اسختباراتي ادارې ودانۍ ته نژدې تر سره سوی دئ. ويل سوي چي په کوم سړک چي دغه چاودنه سوې هلته د سوريې د پوځي استخباراتو يو دفتر او يو پوځي روغتون دئ. د سوريې حکومتي تلويزيون هم د چاودنې خبر ورکړی دئ خو د مرگ ژوبلي په هکله ئې معلومات نه دي ورکړي.