په سوریې کي د بشار الاسد حکومت له رانسکوریدو دوې اونۍ وروسته لا ناآرامۍ ادامه لري. د دغه هیواد مؤقت حکومت د چهارشنبې په ماښام (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۲۵) اعلان وکړ چي په طرطوس ولایت کي د پولیسو پر ځواکونو د برید په ترڅ کي۱۴ پوليس "د اسد د پلویانو په لاس وژل سوي دي."
د سوریې د کورنیو چارو وزارت د تلگرام په شبکه کي د یوه پیغام په خپرولو سره د ۱۰ نورو پوليسو د زخمي کیدو څخه هم خبر ورکړی دی.
اړوند:په سوريه کې د وسله والو ډلو پر منحل کېدو توافق شوی
دغه وزارت په دې اړه "د بشار الاسد رژیم له پاتې شوي بزدلانه عمل" څخه خبره کړې او ویلي یې دي "له هغو کسانو سره به سخت چلند وسي چي جرأت کوي د سوریې امنیت او د دغه هیواد د اتباعو ژوند په خطر کی واچوي"
د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د رپوټ له مخې چي مرکز یې په لندن کي دی، پر ۱۴ پوليسو سربیره، د دغه برید ۳ تنه عاملین هم د نوموړو نښتو په ترڅ کي وژل سوي دي. پولیسو غوښتل د اسد حکومت یو افسر ونیسي چي ویل کیږي د صیدنایا په بیروونکي زندان کي د جنایتونو مسئول وو.
د علوي اقلیتونو مظاهرې په عین حال کي د علویانو پر زیارت باندې د حملې او بې حرمتۍ د ویډیو له خپریدو وروسته، علوی اقلیت د سوریې په یو شمیر ښارونو کي مظاهرې وکړې.
د فرانسې خبري آژانس د عیني شاهدانو په حواله د مدیترانې سمندر په ساحل کي پرتو ښارونو طوطوس، بانیاس، لاذقیه او جبله کي د مظاهرو خبر ورکړی دی. همدارنگه ویل کیږي چي په قرداحه ښار کي هم اعتراضي مظاهرې سوي دي. دغه ښار د اسد کورنۍ د حکومت د بڼسټ ایښودونکي، حافظ الاسد د زیږیدو ځای دی.
دځینو رپوټونو له مخې، د هغو کسانو شمیر چي په دغو مظاهرو کي یې برخه اخیستې ده، زرونو کسانو ته رسیږي.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت په دې اړه خبرداری ورکړی چي هغه انځورونه چي په دغه ویډیو کي خپریږي، په نووامبر میاشت پوري اړه لري او اوس "په هدفمندانه ډول خپاره سوي، تر څو اختلافاتو ته لمن ووهل سي."
مخکي له دې د سوريې چارواکو په حمص ښار کي د شپې له خوا پر تگ راتگ باندي بندیز لگولی وو. د سوریې دولتي رسنیو په دې اړه د علوي او شیعه اقلیتونو له خوا مظاهرو کي د ناآرامیو له رامنځته کیدو څخه خبر ورکړی وو، چي د بشار الاسد له وفادارو ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیږي.
له بلې خوا د سوریې د مؤقت حکومت چارواکو د روانې اونۍ په پیل کي یو وار بیا له ایران څخه وغوښتل چي په دغه هیواد کي له لاس وهنې څخه ډډه وکړي.
د روسیې تر څنگ ايران په سوريه کي د ۱۳ کلنې داخلي جگړې پر وخت د اسد اصلي مالي او پوځي ملاتړ کوونکي شمیرل کیده.
انځورونه: د اسد په زندانونو کي څه تیریدل؟
د اسد حکومت په سقوط سره په زرونو کسان د سوریې له زندانونو آزاد سول. په ټولنیزو شبکو کي يې زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره سوي دي. د داخلي جگړو پروخت څومره انسانان زندانونو ته اچول سوي؟ قربانیان څه ډول شکنجه کیدل؟ انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance د څارنې د کمرو د انځورونو له مخې، چارواکو له پخوانیو سرتیرو او د زندان له ساتونکو څخه غوښتې چی تر مځکې لاندي دروازو د قلفونو د خلاصولو کوډ، مخالفو ځواکونو ته ورکړي او وايي چی په زرونو بندیان لا په دغو تورو کوټو کي بند پاته دي.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance د صيدنايا زندان يوه بله برخه د بشار الاسد له راپرځیدو وروسته ډېر کسان صیدنایا زندان ته ورغلل، تر څو په خپلو خپلوانو پسې وگرځي چی ځینی یې له کلونو راهیسي هلته بندیان ول.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance په سوریې کی څه د پاسه ۱۰۰ توقیف خانې او نامعلوم شمیر پټ مرکزونه موجود دي. له هغوی څخه یې تدمر او صیدنایا تر ټولو نوم بدي زندانونه ول.
انځور: Izettin Kasim/Anadolu/picture alliance د بخښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۷م کال کي له هغه وروسته چي دې ته متوجه سو چي په زرونو کسان د دمشق په صیدنایا زندان کي اعدام سوي دي، له هغه څخه یې د " قتل گاه " په نوم یادونه وکړه.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د ځايي اوسېدونکو په خبره امکان لري چي بې شمیره کسان د زیرزمینیو په تورو کوټو کي بندیان وي او تر اوسه پوري ورته لاس رسئ نه وي سوی.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان د شکنجې يوه کوټه د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان شکنجه کوونکو به همدارنگه ډېر زندانیان په زینو پوري تړل او وروسته به یې هغوی ایله کول او د قربانیانو د سقوط (لویدو) ننداره به يې کوله.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance صیدنایا زندان د اسد خاندان د څو لسیزي حکومت د وحشتگرۍ نخښه ده.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان کښته برخه د سوریې سپین خولیو اعلان کړی دی، چي هر هغه څوک چي په زندان کي د يوه پټنځای په اړه معلومات ورکړي، ۳۰۰۰ ډالره نقدي جایزه به ورته ورکړي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance