1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کې ايران پلوه ملیشو باندې درنه بمباري شوې

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

په سوريه کې ايران پلوه ځواکونو باندې د يوې هوايې حملې په نتيجه کې د دغو ځواکونو شپږ تنه وژل شوي. ويل شوي چې دغه هوايي حمله اسرائيل کړې ده. حمله په داسې وخت کې شوې چې د ايران د قدس ځواکونو قوماندان په سوريه کې حضور درلود.

Israel F-35 Kampfjet
انځور: Getty Images/AFP/J. Guez

ويل کیږي چې په دغه هوايي حمله کې د سوريې پوځ پورې اړوند او د ايران ملاتړ لرونکو ځواکونو څخه شپږ تنه وژل شوي دي. دغه حمله په داسې وخت کې شوې چې د ايران د قدس ځواکونو قوماندان، اسماعيل قاآني، سورېې ته پرسفر وو.

د فرانسې خبري آژانس د شنبې په ورځ (د جون ۲۷مه) له بيروت څخه خبر ورکړ، چې د سوريې په ختيځ کې د بشار الاسد حکومت پورې اړوندو ځواکونو باندې هوايي حمله شوې ده. زياته شوې چې دغه حمله د سوريې او عراق پولې ته نژدې د عباس په نوم يوه کلي ته نژدې شوې ده. د دغې حملې خبر، په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار دفتر له خوا رسنيو ته ورکړل شوی دی.

 په دغه هوايي حمله کې څلور وژل شوي کسان د سورېې اتباع دي. د دوو نورو وژل شوو کسانو هویت معلوم نه دی. اټکل کيږي چې دغه دوه کسان به د لبنان د حزب الله غړي وي.

 د هوايي بريد مسئوليت

د سوريې د بشري حقونو د څار دفتر په رپوټ کې دغې مسئلې ته چې د دغې هوايي حملې مسئول کوم هيواد دی، اشاره نه ده شوې. خو په رپوټ کې د دې احتمال شوی چې دغه هوايي حمله دي د اسرائيلي پوځ له خوا ترسره شوې وي.

 اسرائيل له ۲۰۱۱م کال راهيسې چې په سوريه کې جګړه پيل شوې، په دغه هیواد  کې يې په سلونو ځله هوايي حملې ترسره کړي دي. خو اسرائيل په رسمي توګه په سوريه کې د خپلو هوايي حملو مسئوليت په ندرت سره مني.

د سورېې د بشر حقونو د څار دفتر په خپل رپوټ کې ټينګار کړی دی چې د دغې هوايي حملې هدف، د سوريې حکومتي ځواکونه او د ايران تر ملاتړ لاندې مليشې دي.

د سوريې په ختيځ کې هوايي حملې په داسې يو وخت کې شوي چې د ايران د قدس ځواکونو قوماندان، اسماعيل قاآني او د قاسم سليماني ځای ناستی، سوريې ته تللي دی.

 رويټرز د شنبې ورځ (د جون ۲۷مې) په رپوټ کې ليکي چې قاآني، د سوريې د ختيځ ایالت، ديرالروز په ابوکمال ښار کې حضور درلود. په سوريه کې د هغه د حضور خبر، د «تسنيم» په نوم خبري آژانس  رسنيو ته ورکړی دی.

دویچه ويله ف/ م.ک.ص./م.ق.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب