په سوریه کي بیا هم پر نړیوالو سرتېرو باندي بریدونه سوي دي
۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبهد ملګرو ملتونو د ناظرینو په حواله د دوی خلک په سوریه کي تل تر بریدونو لاندي راځي. یوازي په تېره اوونۍ کي نړویوال بې وسلې عسکر لس واره تر بریدونو لاندي راغلي دي. د ګډون کوونکو په حواله دغه خبره رابرت مود په نیویارک کي د امنیت شورا یوې ځانګړي غونډي ته کړې ده. د ملګرو ملتونو د شین خولیو د ماموریت مشر هیروا لاد سوس هم پس له هغه ویلي چي په سوریه کي دا ډول ماموریت نور نه سي کولای ادامه پیدا کړي. خو په دې اړه یې د نورو مشخصو امکاناتو په اړه څه نه دي ویلي. په سوریه کي د تېرو ورځو زورزیاتیو ته په کتو سره د ملګرو ملتو ماموریت په ټپه درېدلی وو. خو بیا دغه ۳۰۰ سرتېري مکلف دي چي په دغه هیواد کي پاته سي. دوی د امنیت شورا له خوا د دې له پاره سوریې ته رااستول سوي دي چي د پاڅون کوونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ اوربند تر څارني لاندي ونیسي. خو دوی نه سي کولای چي د زورزیاتي مخنیوی وکړي.