«په سوریه کي ۹،۳ میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي»
۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه
د یوه خیریه سازمان په حواله په سوريه کې چې کورنۍ جگړې سخت ځپلی دی، ۹،۳ میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي. اسعارو یې ۵۰ فیصده ارزښت له لاسه ورکړی او کرونا لا یو بل چلنج دی، چي دغه هیواد ورسره لاس او ګریوان دی.
اعلان
دغه خبره نن دوشنبه (د جون میاشتي ۲۹ مه) خیریه سازمان (CARE) کییر په بون کي وکړه او ویې ویل چي د دغه هیواد د اقتصادي زیربنأ او صحي سیسټم د خرابیدو په دلیل دکرونا ویروس هم «غیر قابل پیشبیني صحي خطرونه» رامنځته کړي دي.
په بروکسل کي د سوریې لپاره د پیسې ورکوونکو هیوادونو د کنفرانس پر مهال دغه خیریه سازمان د بشري کومکونو د ډیریدو او مرستندویانو ته په دغه هیواد کي بې له محدودیته د فعالیت اجازې ورکولو غوښتنه وکړه.
په سوریه کي د کییر سازمان منطقوي مرستیال، توی یاکوبسن ویلي دي، چي ټوله اړ او مجبوره کسان دي په سوریه کي کومکونه تر لاسه کړي، بې تفاوته ده، چي هغوی په کومه ساحه کي ژوند کوي. د اقتصادي بحران او دوامداره شخړي په نتیجه کي جنسي تشدد اضافه سوی او خصوصأ د ښځو او نجونو څخه سؤ استفاده او استثمار په ښکاره ډول سره ډیر سوی دی. ځکه یې نو په خبره باید هغوی د کومکونو په مرکز کي واقع سي.
د ادليب جګړه: ۹۰۰ زره کسان بې ځايه شوي
له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د مرستې نړیوال آلماني سازمان د څيړنو له مخې سوريه د بې ځايه شویو تر ټولو ناوړه بحران تجربه کوې. ملګرو ملتونو ويلی چې د دسمبر میاشتې راهيسې د سوريې له شمال لويديځ څخه ۹۰۰ زره کسان تښتيدلي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Said
بې سارې تښتيدنه
د «له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د مرستې نړیوال آلماني سازمان » د څيړنو له مخې سوريه د نهه کلنۍ کورنۍ جګړی له پيل راهیسې د مهاجرت په بحران کي تر ټولو سخت حالت تجربه کوي. د ملګرو ملتونو ټولني د رپوټ له مخې د دسمبر مياشتي څخه تر اوسه پورې ۹۰۰ زره کسان د سوريې له شمال لويديځ څخه د جګړي زياتيدلو له کبله تښتيدلي دي.
د کییر خیریه سازمان همدارنګه ویلي دي، چي دا «ډیر ضروري ده» چي متخاصم طرفونه باید پر یوه دوامداره اوربند باندي توافق وکړي، تر څو د سولي له پاره زمینه مساعده او د خلګو کړاو او درد ته خاتمه ورکړل سي. دغه سازمان همدارنګه د ملګرو ملتو د امنیت شورأ څخه غوښتي دي، چي په جولای میاشت کي د کومکونو ختمیدونکې پریکړه لیک بیا تمدید او نور هم پراخ کړي.