روسیې له پوځي اړخه د سوریې په کورنۍ جګړه کې پاڼه واړوله، خو اوس هم پوتین د یوې سیاسي حل لاري په لټه کې دی او غواړي ترکیه په دې قانع کړي. په سوریه کې د هوایي بمباریو په ترڅ کې د ملکي کسانو د وژل کیدو رپوټ هم ورکول کیږي.
اعلان
د روسیې په سوچي کې ملاقات څلور ساعته دوام وکړ. تر هغه وروستې د کریملین مشر ولادیمیر پوتن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په دې باندې توافق شوی دی چې د سوریې په کړکیچ کې د سیاسي حل له پاره هلي ځلي ادامه ومومي.
د روسیې ولسمشر پوتین د دې له پاره د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر سره یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړې وه. پوتین او دونالد ترمپ په ویتنام کې د اپیک د سرمشریزي په څنډه کې یوه بیانه خپره کړې وه. پوتین ویلي ول چې پر نورو سربیره دا موضوع مطرح ده چې پر تروريستي ډلي داعش باندي برلاس توب تر لاسه شي او د سوریې خپلواکمني وساتل شي.
اردوغان له پوتین سره تر ملاقات دمخه پر دغي بیانیې باندي انتقاد کړی وو او ویلي یې ول، که چیري د سوریې له پاره کومه پوځي حل لاره نه وي، لکه څرنګه چې په دغه بیانیه کې راغلي دي نو بیا باید روسیه او همداشان متحد ایالات له دغه ځایه خپل ځواکونه وباسي. خو اوس د ترکیې ولسمشر یوازي دا ویلي دي، چې دغه بیانیه مهمه ګڼي.
په دغه کنګره کې د سوریې دیموکراتیک اتحاد ګوند (وای پي دي) ته هم بلنه ورکول کیږي. دغه ګوند د انقرې له لوري د منع کړی شوي کردي کارګر ګوند (پې کې کې)، د یوې څانګې په توګه انګیرل کیږي. همداشان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري دوه نور کردي ګوندونه د بلنې په ليست کې شامل دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ترکیې دولتي خبري آژانس اناتولي، ته ویلي دي چې هيواد يې د دغه کنفرانس پر ضد نه دی. خو هغه ویلي دي: «البته د دغه کنفرانس کیفیت مهم دی. ترهګري ډلې باید را و نه بلل شي.»
خو د دغه کنګرې له پاره کومه نیټه لا مشخصه شوې نه ده. په اصل کې د نوامبر میاشتې د ۱۸ نیټې یادونه کیده، خو اوس کرملین ویلي دي چې احتمالا یوه بله نیټه ټاکل کیږي.
د خبري آژانسونو په حواله مسکو له میاشتو راهیسې د خپل تصور له مخې د سوریې د کړکیچ حل لاري موندلو له پاره فشار راوړي. له پوځي اړخه روسیې او ایران د بشارالاسد له پوځ سره د زیاتو سیمو په نیولو کې مرسته کړې ده او داعش په دغه هیواد کې خپل مهم ځایونه له لاسه ورکړي دي. له بل اړخه کردي ډلو ټپلو او د اسد نور مخالفین هم په دې توانیدلي دي چې په سوریه کې ډیري سیمې ونيسي. د پوتین په خبره «په سوریه کې تاوتریخوالی کم شوی دی.»
هوایي برید ملکي کسان وژلي دي
د پوتین او اردوغان د ملاقات په ورځ (دوشنبه د نومبر ۱۳مه)، د فعالانو په وینا د سوریې په شمال لویدیځ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۳ انسانان وژل شوي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د ۲۱ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي، چې پکښې ډیر ماشومان هم شامل دي. خو دا خبره لا روښانه نه ده چې د حلب ولایت په اتارب ښار کې پر یوه مارکیټ باندې برید د سوریې هوایي ځواکونو کړی، که د روسیې هوایي ځواک.
اتارب ښار د حلب د مرکز برعکس د یاغیانو په لاس کې دی. د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د اتارب ښار پر بازار باندي درې بریدونه شوي دي. دغه سازمان د سوریې د حکومت مخالفینو ته نزدې دی. هغوی په سوریه کې معلومات د خپلې شبکې پر مټ راټولوي، خو د یوې آزادې سرچینې له لوري د دغو معلوماتو ارزول ګران کار دی.
زموږ له ارشيف څخه:
د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل څخه تر اوسه لنډه تاریخچه
په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د ولسمشر پر ضد سوله ایزې مظاهرې څنګه په کورنۍ جګړې واوښتلې؟ په دې اړه انځوریز رپوټ او معلومات.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۰۱۱م کال د مارچ ۱۵
د ۲۰۱۱م کال د مارچ میاشتې پر ۱۵ د سوریې په مختلفو ښارونو کې حکومت ضد مظاهرې پيل شوې. عربي پسرلی په ځینو عربي هیوادونو کې د وخت رژیمونه را نسکوره کړل. په دې وخت کې په سوريه کي هم مظاهره کوونکي د خپلو غوښتنو د پوره کیدو له پاره سړکونو ته راووتل. خو حکومتي ځواکونو د درعا په ښار کې پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې ۴ تنه ووژل شول.
انځور: dapd
د مارچ ۲۸ نیټه
ولسمشر بشارالاسد فکر کاوه چې په زور سره به د مظاهرو مخه ونیولای شي. د مارچ له ۱۵ څخه په پيل شویو مظاهرو کې د دغې میاشتې تر ۲۸ نیټې پورې ۶۰ کسان ووژل شول. د حکومت له خوا د مظاهره کوونکو پر سرکوبه کولو سربیره د مظاهرو لړۍ په ټول هیواد کې پراخه شوله.
انځور: picture-alliance/dpa
۲۰۱۱ د اګست ۱۸
د سوريې د حکومت له خوا د مظاهره کوونکو د سرکوبه کولو په غبرګون کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بشارالاسد د استعفا غوښتنه وکړه او په امریکا کی یې د سوريې حکومت د ټولو شتمنیو د کنګل کولو اعلان وکړ. خو د سوریې حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنې ونه منلې او د مظاهره کوونکو ځپلو ته یې دوام ورکړ.
انځور: AP
د جولای ۱۹- ۲۰۱۲
د ۲۰۱۲م کال په جولای کې د مظاهره کونکو د ځپلو لړۍ تر حلب پورې پراخه شوه. هلته د حکومتي ځواکونو او مظاهره کونکو تر منځ جګړه پیل شوه. په دغه وخت کې په درعا، حمص، ادلیب او دمشق په شاوخوا سیمو کې هم جګړو شدت وموند. په دې وخت کې د حکومت مخالف مظاهره کوونکي په یاغي ځواکونو بدل شول.
انځور: dapd
۲۰۱۲م دسمبر
برینانیا، امریکا، فرانسې ترکیې او خلیجې هیوادونو یاغي اپوزیسیون د سوريې ولس د قانوني استازو په توګه ومنل. له دې سره سم د رژیم ضد اپوزیسیون ملاتړ هم پیل شو. کله چې اسد د نړیوالو د غوښتنو له منلو څخه یو وار بیا انکار وکړ، په دې وخت کې د القاعدې په ګډون یو شمیر ترهګرې ډلې هم د اسد رژیم پر ضد جګړه کې ونډه واخيسته.
انځور: Reuters
۲۰۱۳ م کال د مارچ ۱۹
په دې ورځ په خان شیخون سیمه کې د زهرجنو ګازو برید وشو چې له امله یې ۲۶ تنه ووژل شول. په دې کې ډیر کسان د سوريې پوځیان ول. د ملګرو ملتونو څارونکو هم ونه شوای کولای دا معلومه کړي چې دغه برید چا کړی دی. په همدې کال په عراق او سوریې کې د داعش ډلې هم خپل فعالیتونه زیات کړل.
انځور: Getty Images/AFP/O. H. Kadour
۲۰۱۳ م د سپټمبر ۲۷
د کیمیاوي وسلو تر کارونې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د دمشق حکومت ته خبرداری ورکړ چې که خپلي کیمیاوي وسلې ختمې نه کړي نو پر وړاندي به یې له نظامي قوت څخه کار واخیستل شي. که څه هم بشارالاسد د خپلو کیمیاوي وسله پر لمنځه وړلو رضامندي ښکاره کړه، خو په همدې وخت کې د داعش ډلې په سوريه کې خپل حضور نور هم پیاوړی کړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
۲۰۱۴ کال د جون میاشت
د سوریې الرقه لومړنې ښار وو چې داعش ډلې تر خپل کنترول لاندې راوست. په جون میاشت کې داعش د الرقه ښار خپله پلازمېنه اعلان کړه. وروسته تر دې دغې ډلې له دې ښار څخه خپل بریدونه پراخ کړل. د سپټمبر پر ۲۲ امریکا ائتلافي ځواکونو د داعش پر مرکزونو هوایې بمبار پیل کړ.
انځور: picture-alliance/abaca/Yaghobzadeh Rafael
۲۰۱۵ سپټمبر ۲۳
که څه هم روسیې لا پخوا له بشارالاسد سره مرسته کوله خو په دې ورځ د مسکو حکومت په عملي ډول اړخ ونیوه. د روسیې جنګي الوتکو د اسد د مخالفیونو پر ضد د هوایې بمباریو لړۍ پيل کړه.
انځور: picture alliance/AP Images/M. Japaridze
۲۰۱۶ مارچ میاشت
د روسیې هوایې بمباریو د سوریې ځواکونو ته نوی قوت ور وبخښه او ډیر ژر یې هغه سیمي ونیولې چې وسله والو مخالفینو یې نیولي وې. په دې وخت کې د سوريې پوځ د ایران ملاتړ لرونکي شعیه ملیشه و له خوا هم همکاري ترلاسه کوله. دې اتحاد په مارچ میاشت کې لا په پالمیرا کې د داعش ډلې ته ماته ورکړې وه.
انځور: REUTERS/O. Sanadiki
۲۰۱۶ دسمبر میاشت
روسي جنګي الوتکو او د حزب الله د جنګیالیو په مرسته د سوريې پوځ په حلب کې هم جهادیان پر شا وتمبول.
انځور: Getty Images/AFP/K. al-Masri
۲۰۱۷ م کال جنوري میاشت
د امریکا، روسیې، ترکیې او ایران د هڅو په ترڅ کي د سوریې حکومت او غیر جهادي ډولو ترمنځ د سولې یو تړون رامنځته شو. خو د دې تړون له مخې د جهادې ډلو پر ضد د عملیاتو لړۍ پای ته ونه رسول شوه.
انځور: Reuters/R. Said
۲۰۱۷ م کال اپریل میاشت
دونالد ترمپ واک ته تر رسیدو څو میاشتې وروسته امر وکړ چې د سوريې حکومت پر هغې پوځي اډې دې توغندیز برید وشي، چې ویل کیږي له هغه ځایه په خان شیخون کې د یاغیانو پر مرکزونو د کیمیاوي وسلو برید شوی وو. امریکا له منځلارو سوریایې یاغیانو سره هم خپلې مرستې زیاتې کړلې. خو بل لور ته بیا روسیه له بشار الاسد سره پوځې همکاري کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/US Navy
۲۰۱۷م کال جون
د سوریې دیموکراتیکې جبهې SDF ځواکونو چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري الرقه محاصره کړی وو. کرد او عربي جنګیالیو په دې ښار کې داعش ته د ماتې ورکولو له پاره عملیات پیل کړل. په همدې میاشت کې روسیې اعلان وکړ چې په زیات ګومان سره د داعش مشر ابوبکر البغدادي د یوه هوایې برید په نتیجه کې وژل شوی دی. خو د روسیې دغه ادعا نه ده تائيد شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Huby
۲۰۱۷ اکتوبر
په سپټمبر کې کردي ځواکونو Syrian Democratic Forces د الرقه ۸۵ سلنه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستله. په اکتوبر میاشت کې دغو ځواکونو په بشپړ ډول د الرقه د نیولو له پاره عملیات پیل کړل. که څه هم د اکتوبر میاشتې پر ۱۷ دغو پوځیانو د جهادیانو په بشپړ ډول په شا تمبولو اعلان وکړ البته له الرقه څخه، چې دا د داعش له پاره یوه لویه ضربه وه. خو د سوریې نور سنګرونه اوس ساړه شوي نه دي.