1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د چورلکې غورزیدلو کې ۲۲ امریکايي عسکر ټپیان شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د متحده ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ تاید کړه چې د اونۍ په پای کې د سوریې په شمال ختیځ کې یوه چورلکه «لوېدلې» چې له امله یې ۲۲ امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.

Syrien | Hubschrauber des US Militärs
انځور: Darko Bandic/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ وياند وويل: »د ټپي شويو سرتيرو درملنه روانه ده او د هغو له جملې څخه ١١ تنه د درملنې په موخه پرمختللو روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي دي.«

سينتکوم چې په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتیرو څارنه کوي، وویل چې د پیښې د لامل په اړه څېړنه کیږي، «که څه هم د دښمن د ډزو راپور نه دی ورکړل شوی.»

په سوریه کې د امریکا حضور

په سوریه کې شاوخوا ۹۰۰ سرتیري او یو نامعلوم شمیر امریکايي قراردادیان ځای پر ځای دي.

افغانستان، د بليک هاوک چورلکېانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

دا ځواکونه په عمده توګه د سوریې په ختیځ کې ځای پر ځای شوي ترڅو د اسلامي دولت یا داعش له پاتې شونو سره د جګړې روان ماموریت پرمخ بوځي.

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې د دې ډلې له خپلې خوا د اعلان شوی خلافت راهیسې د «اسلامي دولت» نفوذ د پام وړ کم شوی، د دغې ډلې یو شمېر جنګیالي اوس هم په لېرو پرتو سیمو کې شتون لري.آلمان خپل پوځ ته ۶۰ امریکايي چينوک ډوله چورلکې اخلي.

آلمان خپل پوځ ته ۶۰ امریکايي چينوک ډوله چورلکې اخلي

تر مرګوني پيښو وروسته د امريکا پوځ د چورلکو الوتنه بنده کړه. په سوریه کې دا نسکوريدل په وروستیو میاشتو کې د امریکا د پوځي چورلکو له څو نورو پیښو وروسته کیږي.

په اپریل میاشت کې، د متحده ایالاتو پوځ په الاسکا کې د روزنیز ماموریت په ترڅ کې د دوو چورلکو تر منځ د ټکر او را نسکوریدو وروسته د چورلکو تمرين بند کړ.

یوه میاشت وړاندې د چورلکو الوتنې بندې شوې، چې د څلورو چورلکو د غورځېدو په پایله کې ۱۲ پوځیان ووژل شول.

د متحده ایالاتو پوځ د سرتیرو ساتنه یو «لومړیتوب» اعلان کړ او د ټولو فعالو واحدونو له پاره يې د ځانګړي روزنې سپارښتنه وکړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب