په سوریه کې چاودنې ۴۲ تنه وژلي
۱۳۹۵ اسفند ۶, جمعهخبري آژانسونو د فعالانو له قوله رپوټ ورکړی دی چې د سوریې شمالي ښار الباب ته څیرمه د یوې موټر بم چاودنې په پایله کې ۴۲ تنه وژل شوي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان چې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي خبر ورکړی دی چې زیاتره قربانیان د اپوزیسیون جنگیالي وو. خو د دغه سازمان معلومات د کومې آزادې سرچیني له لوري نه دي تائید شوي.
ترکي پلوه سوریایي یاغیانو د پنجشنبې په ورځ له داعش څخه د الباب ښار د نیولو خبر ورکړی وو. د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان مشر رامي عبدالرحمان په خبره تر ۲۴ ساعتونو په لنډه موده کې برید کوونکي د ښار په شمال ختیځ کې په یوه سیمه کې موټر ته چاودنه ورکړې ده. د هغه په خبره لا هم په الباب کې د داعش جنگیالي شته.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه د ترکیې د دفاع وزیر فکری ویلي وو چې ياغیان «کابو په بشپړه توگه پر ښار باندې کنترول لري.» له الباب څخه به نوموړې تندلارې ډلې وتل د هغوی له پاره یو سخت گوزار وي، ځکه چې په عراق کې هم د موصل ښار چې د داعش پوخ سنگر گڼل کیږي عراقي ځواکونو تر اور لاندې نیولی دی. په دغه ځای کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ښار ختیځه څنډه لا تر مخه له داعش څخه آزاده کړی شوې ده.