په سوریې کې د عربي ټولنې د پلاوي پر کار نیوکې وشوي
۱۳۹۰ دی ۹, جمعهپه حمص کې ډزې او چیغی اوریدلې کیږي. څارونکی پلاوی او د دغې سیمې اوسیدونکي د ځان ساتنه کوي. دغه پلاوی د هغو خلکو تر نیوکو لاندې هم پریوځي چې د ژوند ټول امکانات ترې اخیستل شوي او نه شي کولای چی خپل ناخوال وضعیت ورته بیان کړي.
څارونکی پلاوی سره هری خواته د رژیم امنیتی کسان ملګری دی. د هغوی له ویری ډیر لږ کسان زړه ښه کوی چی پلاوی ته خپل شکایتونه وړاندی کړی.
د حمص اوسیدونکې د عرب لیک پلاوي ته وایي چې د سوریې رژیم د هغو له راتلو سره په سیمه کې خپل زورزیاتۍ متوقفوي خو کله چې دغه پلاوی له یوې سیمې څخه ووځي نو هلته بیا هم په زورزیاتي لاس پورې کوي.
د عربي ټولنې د پلاوي د ماموریت پیل هسې نه ؤ چی ورته انتظار کیده. د دغه پلاوی مشر، محمد الضبي، له خپلو یادونو سره چې ګواکې په حمص کې کومه خاصه ویره نه لیدله کیږي، خلک په غوصه کړل او د عربي پلاوي په نسبت یې ناباورۍ رامنځ ته کړه.
الضبي د سودان د رژیم د استخباراتو پخوانی چارواکی دی. هغه باندې د سوریې په دننه او بهر کې نیوکې زیاتې دي. الضبي چې د سودان د ولسمشر اعتمادي سړی دی، درې ځلې په دار فور کې ماموریت تر سره کړی. د سودان ولسمشر، البشیر، خپله په دارفور کې په بشري جنایاتو باندې تورن دی او د نړیوالې محکمې له خوا یې د نیولو امر شوی دی. د ملګرو ملتو د معلوماتو له مخې په دار فور کې ۳۰۰۰۰۰ خلک څارل شوي، ربړول شوي، بندیان او وژل شوي دي.
د سوریې رژيم د عرب لیګ پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې چې له حساسو پوځي تأسیساتو څخه لیدنه وکړي. د الجزیرې د یوه رپوټ له مخی د پلاوې غړي باید خپل موبایل تیلفونونه رژیم ته وسپاري ځکه چې د پلاوي غړو ته د سوریې د رژیم لخوا نوې تلیفونونه ورکول کیږي.
پلاوی په سوریه کې د آزاد تګ او راتګ اجازه نه لري، شپه او ورځ د سوریې امنیتي کسان ورسره ملګرتیا کوي. په لومړیو کې د دغه پلاوې سر د ملتیا لپاره ۵۰۰ کسان په دنده ګمارل سوي ول خو وروسته بیا دغه شمیره ۱۵۰ کسانو ته راټیټه شوه. دغه پلاوی باید د څلورو اونیو په موده کې د سوریې د کورنۍ جګړې وضعیت وڅاري، زور زیاتیو ته خاتمه ورکړي، بندیانو سره وګوري او د هغوۍ د خوشې کولو لپاره بندوبست وکړي.
خو د سوریې د رژیم له خوا د احتجاج کونکو پر ضد زور زیاتی دوام لري. د حکومت د مخالف اړخ د معلوماتو له مخې سوریې ته د دغه پلاوې له رسیدو سره ۷۰ تنه وژل شوي دي. دیری خلک شک لري چې د عربي ټولنې پلاوی دې له داسې شرایطو سره یو بریالی ماموریت تر سره کړي.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش