1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په سومالیا کې بمي چاودنې تر ۷۰ ډير انسانان وژلي

۱۳۹۸ دی ۷, شنبه

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د تالاشۍ یوې پوستې ته نږدې د بمي برید په پایله کې لږ تر لږه ۷۳ تنه وژل شوي دي. په دې پيښه کې ۵۴ تنه ټپیان شوي هم دي. په چاودنه کي د ترکي اتباعو د وژل کیدو احتمال هم موجود دی.

Somalia Mogadischu Autobombe an Checkpoint
انځور: Reuters/F. Omar

د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو د روغتون مشر محمد یوسف د موټر بم په دغه چاودنه کې د تلفاتو د ډیریدو خبره کړې ده. د هغه په خبره په دې پيښه کې ۷۳ تنه وژل شوي او ۵۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې یوه ځانمرګي بریدګر خپل پر چاودیدونکو موادو ډک موټر ته په موګادیشو کې د خلکو د تګ راتګ د ګڼې ګوڼې په سیمه کې د تالاشۍ یوې پوستې ته نږدې چاودنه ورکړه. مخکې تر دې د سوماليي د بیړنیو روغتیایي مرستو د څانګې مشر د ۶۱ تنو د وژل کیدو او لسګونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو.

د موګادیشو ښاروال عمر محمد فیلیش هم د ۹۰ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو او ویلي یي وو چې اکثره قربانیان د ښوونځي زده کونکي تشکیلوي.

د ترکي اتباعو د وژل کیدو احتمال

د پولیسو د ویاند په خبره چاودنه دومره شدیده وه چې د زده کونکو دویم بس ته هم ډیر سخت زیان اوښتی دی. عیني شاهدانو په بشپړ ډول د موټرو د خرابیدو خبر ورکړی دی.

په سوماليا کي لږ تر لږه ۱۲ تنه انسانان له منځه تللي دي

د نا تائید شویو رپوټونو په حواله څو تنه ترکي اتباعو هم په دې چاودونه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو مخکې تر دې په موګادیشو کې دې ته د ورته چاودنو مسئولیت القاعده ته نږدې د«الشباب» ډلې په غاړه اخیستی دی.

دغه ډله د سومالیي د حکومت، چې د ملګرو ملتونو سازمان له ملاتړ څخه برخمن دی، د نسکورولو له پاره مبارزه کوي. د الشباب ډله چې په ۲۰۱۱م کال کې د افریقا د واحدونو په مداخلې سره له موګادیشو څخه وایستل شوه، اوس هم د دغه افریقایي هیواد په پراخو سیمو کې کنټرول لري.

سومالیا له ۱۹۱۹م کال راهیسې چې قبایلي مشرانو د وخت د دیکتاتور او جمهورريئس محمد زیاد باره حکومت را نسکور او له یوه بل سره یي جګړه پيل کړه، له شخړو او تاوتریخوالي ډکو پيښو سره لاس او ګریوانه ده. 

آژانسونه: ش.ن/ق.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب