دغه خبره د نوموړي سازمان یوې ویاندې «کریستینا نیکولا او» نن د جمعې ورځ(۲۰۱۶ م کال د جولای اوله نیټه) په آتن کي کړې ده. د هغې په خبره «دا هغه کسان دي چي په یونان کي یې پناه نه ده منل سوې.»
دغه مهاجر چي د مراکش، پاکستان، افغانستان، بنگله دیش، شمالي افریقا او نورو اسیايي هیوادونو دي اکثریت یې وختي لا ستانه سوي دي.
د کډوالو نړيوال سازمان مهاجرو ته د امنیتي چارواکو په ملاتړ د بيرته ډاډمن تگ زمینه برابروي. پر دې سربیره له هغوی سره یو لږ انداز ه مالي مرسته هم کوي.
مخکې تردې چي هغوی الوتکي ته د بیرته تگ په خاطر پورته سي،۵۰۰ یورو ورکول کيږي، څو په خپل ټاټوبي کي ورسره د نوي پیل له پاره لمړنی مرسته سوې وي.
له بلي خوا بیا د یونان ساحلي ساتونکو د المان خبري آژانس ته ویلي دي چي په لسونو مهاجرو په تیرو اوونیو کي هڅه وکړه، چي له یونان څخه پخپل مسئولیت بیرته ترکیې ته ولاړ سي.
ویل کیږي چي قاچاقبرانو هغوی ته وعده ورکړې وه چي د یوه مدیترانه اي هیواد له لاري به یې مرکزي اروپا ته رسوي.
انځورونه: په اتن کې د افغان مهاجرو سړې شپې
د یونان د پلازمېني اتن په ویکتوریا پارک کې ډېر افغان مهاجر سختي شپې او ورځي تيروي. هغوی دې ته په تمه دي چې د مقدونيا سرحد ورته پرانیستل شي، څو وکولای شي خپل هدف ته ځان ورسوي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiډېر هغه افغان مهاجر چې اروپا ته د یونان له لاري رسېدلي دي، د اتن ښار له ویکتوریا پارک سره اشنایي لري. په دې پارک کې د مهاجرو له پاره د شپې تیرول یوه بد خوب ته ورته دی.
انځور: DW/R. Shirmohammadiپه وروستیو ورځو کې چې مقدونيا خپله پوله د افغان مهاجرو پر مخ تړلې ده، ویکتوریا پارک یووار بیا له افغان مهاجرو ډک دی.
انځور: DW/R. Shirmohammadiځینې کډوال بیا د هوا د سړښت او شرایطو د خرابوالي له کبله د شپې هیځ نه ویده کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiډېر هغه ماشوم مهاجر چې له خپلو کورنیو سره په دې پارک کې وخت تیروي، ناروغه دي. که سړي د شپې دې پارک ته ولاړ شي نو په هره برخه کې به د ماشومانو ټوخی اوریدل کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiکله نا کله بیا دې سیمې ته د مهاجرو ضد ډلي هم راځي او د مهاجرو د زورولو لامل کیږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiښخې په ځانګړې توګه د شپې له خوا له ډیرو ګواښونو سره مخامخ وي. د هغوی ډېری له ويري نه ویديږي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiپه دې سیمه کې ډېر پولیس حضور لري چې ښيي د اتن چارواکي د ویکتوریا پارک د امنیت په اړه اندېښنه لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi