کارغه ډېر ځېرک مرغه دی چې خپل هدف ته د رسيدو په موخه له ابرازو استفاده کوي او کولی شي پيچلي مسايل حل کړي. د ۲۰۱۴م د څېړونکو د يوه رپوټ پر اساس د يوه کارغه ځيرکتيا د يوه پنځه تر اوه کلن ماشوم په اندازه ده.
اوس يو نوی سويډنی شرکت غواړي چې د کارغانو له ځېرکتيا څخه استفاده وکړي او د سړکونو څخه د سګريټو د پاته شونو د راټولو مشکل پرې حل کړي. د بريتانوۍ ورځپاڼې ګاردين په حواله د « Corvid Cleaning» شرکت څخه يوه ډله له سړکونو څخه د سګريټو د پاته شوو د راټولو په موخه د کارغانو په رزونه بوخته ده.
دې شرکت داسې يوه دستګاه جوړه کړې ده چې کارغانو ته د سګریټو د بيخونو تر سپارولو وروسته خواړه ورکوي. د دې شرکت د مشر کريستيان ګونتر په خبره، په دې توګه به د سړکونو څخه د کثافاتو د راټولو مصرف تر ۷۵ سلنه راټيټ شي.
ګاردين ورځپاڼې ليکلي چې د يوه سويډني سازمان د اټکلونو پر اساس په دغه هيواد کې په کال کې تر يو میليارد پورې د سګريټو بيخونه يا پاته شوي اچول کيږي چې د ټولو کثافاتو ۶۲ سلنه جوړوي.
آیا سپي به وکولای شي چي د کرونا مريضان معلوم کړي؟
يوازې په سودرتليه ښار کې چې د پلازمينې ستاکهولم په جنوب غرب کې پروت دی، په کال کې کابو شل ميليونه سويډني کرون [دوه ميليارده يورو] د سړکونو په پاکولو مصرفيږي. اوس ښايي د کارغانو له خوا د سګریټو د پاته شوو د ټولو پروژه په آزمايښتي توګه په دغه ښار کې پېل شي.
توماس ترن استروم چې د سودرتليه ښار د ښاروالې د کثافاتو ټولو برخې پورې تړاو لري، وايي: «ډېره جالبه ده چې موږ کارغانو ته ور زده کړو چې له سړکونو او لارو څخه د سګريټو کثافات راټول کړي خو انسانانو ته یې نه شو ور زده کولی چې د سګريټو پاته شوي پر سړکونو نه اچوي.»
ب. ص/ ن. ز (ډويچه ويله فارسي)
زموږ له آرشيف څخه:
د ژوو د نړۍ تر ټولو ځيرک حيوانات
ډېر ژوي ځيرک دي. خو ځينې حيواناتو د ژوندي پاته کېدو په موخه ځانګړې لارې چارې موندلې دي. زموږ په نظر غوره لارې چارې او اړونده ژوي يې په دغو انځورونو کې کتلای شئ.
انځور: Imago/Westend61دغه ټوپ وهونکي غڼه د ښکار له پاره بېلابېلې لارې چارې او طريقې لري. هغه ځان له مختلفو حالاتو سره عياروي. دغه غڼه په جال کې د بند راغلو ژوو پېښې کوي او يو ډول رقص تر سره کوي څو خپل خواړه د پښو په واسطه کلوله کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Höferراکون يږه ډېر ځيرک دی او ښه حافظه لري. خو دا څنګه وموندل شول؟ په يوه تجربه کې دغو ژوو له ۱۳ قلفونو څخه يولس په څه کم لسو هڅو کې پرانيستلی شول، يعنې د هغوی سر د مکانيزم پر څرنګوالي باندې خلاص شو. درې کاله حتی هغوی ځينو سوالونو ته جوابونه په حافظه کې ساتلي ول.
انځور: Getty Imagesد فيلانو حافظه ۳۰ کاله هغه تجربې ساتي چې دغو ژوو کړي وي. هغوی حتی د ژبې ډولونه پېژني. کله چې د کېنيا په يوه پارک کې دغو ژوو ته د يوه ماساي نارينه غږ واورول شو، نو د يوه کمبا نارينه د غږ په پرتله به ډېر نارامه شول. ولې؟ ځکه چې نارينه ماساي کله نا کله د فليلانو ښکار کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Kurokawaد اورنګ اوتان بيزو د ژوو په نړۍ کې هوښيار مجرم دی. وليدل شول چې هغه ژوي چې له انسانانو سره ګډ ژوند کوي کله نا کله د خوراکي موادو له زېرمو څخه غلا کوي. هغوی د خپلو اعمالو پايلې هم ښه پېژني، ځکه چې هغه د غلا ټولې نخښې نښانې پاکوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Waltonد اندام د جوړښت او هم په بيالوژيکي او کيمياوي لحاظ بيزو انسان ته يو څه ورته والی لري. له دې کبله څېړونکو نورې ګډې وړتياوې هم وليدلې: د بيزو ځينې شوخ بچيان کله کله د مشرې بيزو په غياب کې ژاړي، سره له دې چې چا پرې هيڅ کړي هم نه وي. مشره بيزو بيا د ډلې پر نورو غړو باندې په غوسه کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Max-Planck-Institut/Deschnerد خړ رنګه طوطيانو تر ټولو ځيرک استازی الېکس نوميده. هغه شيان، شکلونه او رنګونه سره بېلولی شول. دغه اوس مړه شوي مارغه ۱۵۰ لغتونه هم زده کړي ول. که تمرين ته يې رړه نه کېده، نو ويل به يې: «زه اوس ځم.» کله به چې يې خاوند خپه شو، نو ويل به يې: «بخښنه غواړم.»
انځور: Ute Walterد ګوفين طوطي د پر له پسې ګامونو د اخيستلو د سنجښت وړتيا لري. په داسې تجربو کې چې يو غوز يا چارمغز به د لرګيو په يو صندوق کې پروت او په پېچونو بند کړای شوی وو، ده وکولای شول هغه پرانيزي او پېچونه هم پرته له مرستې خلاص کړي. کله چې سړی ورته ست وکړي چې يو غوز دې د يو لا ښايسته غوز سره بدل کړي، نو دی آن يو څه موده صبر هم ورته کوي.
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH/Tunsدغه ژوي د نړۍ تر ټولو هوښيار پاسته ژوي بلل کيږي: هغه اته پېښ لرونکي يا د اکتوپوس په نوم ژوي دي. کله چې هغوی د سمندر په تل کې ګرځي، نو د دښمنانو څخه ځان ډېر ښه ساتي. دغه ژوي ځانونه ډېر ژر پټولای شي. اصلي پټنځای يې د کوپرې پوستکی دی.
انځور: Imago/Westend61د خپلو افکارو په اړه غورکوونکي
د دولفين په نوم سمندري ژوي خپل انځور په هنداره کې پېژندلی شي او د مېتاکوګنيشن وړتيا هم لري. دا په دې معنی ده چې هغوی د خپلو افکارو په هکله غور او ورسره وړ چلن کوي. دغه ژوي هسې يو دم پرېکړه نه کوي، بلکې کله نا کله زړه نا زړه هم وي او په دې ترتيب بېلابېلې لارې غوره بولي.
انځور: Soheil Soleimaniدغسې لوی نهنګان په ساعتونو ساعتونو سندرې وايي، چې دا کومه استثنايي خبره نه ده، ځکه چې مرغان هم د سندرو وړتيا لري. خو نهنګان بيا په دغو سندرو کې له خپل خاص ګرامر څخه کار اخلي. عادي غږونه پر له پسې جملې تشکيلوي، هغه په بيتونو اوړي او پېچلې سندرې پرې رامنځ ته کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa