په سوډان کي د المان پر سفارت يرغل وسو
۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعهد المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په خرطوم کې د المان سفارت اوس له تاوتریخوالي څخه د ډکو مظاهرو هدف دئ. د سفارت د کارکوونکو امنیت ټینګ دﺉ. د المان د بهرنیو چارو د وزارت د کړکېچ اداره اوس په دې اړه غونډه کوي او په سوډان کي له سفارت سره په ارتباط کي ده.»
ویسترویله ویلي دي چي په المان کې ئې د سوډان سفیر خپل دفتر ته ورغوښتی دئ او ورته ویلي ئې دي، چي هیواد ئې مسئولیت لري، چي د دیپلوماتیکو ماموريتونو ساتنه وکړي.
په خرطوم کي د فرانسې د خبري آژانس یوه خبریال ویلي دي، چي په سوډان کي د المان او بریتانیا سفارتونه د نزدې۵۰۰۰ مظاهره کوونکو تر بریدونو لاندي راغلي دي. د هغه په خبره دې سفارتخانو ته سخت زیانونه هم رسېدلي دي.
په سوډان کي د جمعې ورځي تر لمانځه وروسته یو شمیر کسانو په امریکا کي د یوه جوړ شوي فلم پر وړاندي مظاهرې وکړې. په دغه فلم کي د اسلام پیغمبر ته سپاکاوی شوی دئ.
دغه خبریال زیاته کړې ده چي د پولیسو له خوا پر مظاهره کوونکو باندي اوښکي بهوونکی گاز پاشل شوی دئ. د هغه په خبره یو شمیر مظاهره کوونکو کوښښ کاوه چې د سفارت بام ته وخیژي او د الماني بیرغ پر ځای خپل بیرغ پورته کړي.
دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي ولې مظاهره کوونکو د المان پر سفارت باندي برید کړی دئ. د المان د سفارت تر څنگ د بریتانیا پر سفارت باندي هم برید شوی دئ.
بریتانیایي چارواکو ویلي دي چي هغوی اوس وضعیت په ځیر څاري.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل