سعودي عربستان او امريکا متحده ایالات چې په دې شخړه کې منځګړيتوب کوي ويلي دي چې د مخکني اوربند پر اساس چې د دوشنبې تر ماښامه یې دوام وکړ، کابو دوه ميليونه انسانانو ته یې د مرستې رسول ممکن کړل.
زياته شوې چې د اوربند غځېدل د نورو بشري مرستو او د اوږد مهاله اوربند په اړه د خبرو اترو له پاره زمینه بايد برابره کړي. د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام ويلي دي چې دوی د شنبې په ورځ وکولی شول په پلازمېنه خرطوم کې د خوراکي توکو په ويش لاس پورې کړي او په زرونو انسانانو ته یې مرسته رسولې ده.
اړونده موضوع:سوډان: پوځ او رقیبې ډلې پر یو ۷ ورځني اوربند توافق کړی
په خرطوم کې د يوې اونۍ اوربند په ترڅ کې چې د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېد، يو ځل بيا سختې نښتې وشوې. ځايي اوسيدونکو د پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو (آر اس اف) ترمنځ د شديدو دوامدارو نښتو رپوټ ورکړی دی.
په خرطوم کې لوټل شوی او تخريب شوی د تېلو ټانکانځور: AFP/Getty Images دواړو خواو کابو دوې اونۍ ترمخه پر يوه اونۍ اوربند توافق کړی وو چې امريکا او سعودي عربستان یې څارنه کوي. خو دواړو هيوادونو د يکشنبې په ورځ پر پوځ او آر اف اس – ملیشو له اوربند څخه د سرغړونې تور لګولی دی.
اړونده موضوع: طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي
د منځګړو هيوادونو له خوا ويل شوي چې ښکيلو اړخونو په دې توګه مرستو ته او همدا راز د مخابراتو په څېر مهمو خدمات ته د لاس رسي مخه نيولې وه.
تر ۱۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي او يو ميليون بې ځایه شوي د پوځي واکمن عبدالفتاح البرهان د پوځ او د هغه د پخواني مرستيال محمد حمدان دقلو د ملیشو ترمنځ په اپريل مياشت کې نښتې پېل شوې.
د «اکليد» غير دولتي مرستنيدويه ټولنې د معلوماتو په حواله د نښتو له پېل راهېسې تر ۱۸۰۰ ډېر انسانان وژل شوي دي.
اړونده موضوع: د سلګونو زرو سوډاني کډوالو په اړه خبرداری
د ملګرو ملتونو په حواله په دې منځ کې په سوډان کې تر يو ميليون ډېر انسانان بې ځایه شوي دي چې له دې څخه کابو ۳۵۰ زره اړ شوي نورو هېوادونو ته وتښتي. د نښتو له پېل راهيسې څو ځلي اوربند اعلان شوی وو خو دغه اوربند نه دی مراعت شوی.
ب. ص/ خ. ح (rtr, afp, dpa)
زموز له آرشيف څخه:
په سوډان کې د جگړې او سولې۶۰ کاله د انځور په ژبه
د جنوبي سوډان د یاغیانو مشر او د مرستیال ولسمشر په توگه نومول شوی ریک مشار، بالاخره جوبا ته ستون شوی. ډیر کسان هیله من دي چې د هغه راتگ به دغه هیواد د ۲۰۱۵م کال د سولي تړون رسیدو ته یو قدم نور هم نزدي کړي. انځور: AFP/Getty Images سوډان: له لسیزو راهیسې جگړه د جنوبي سوډان جمهوريت د څو لسیزي په رسمي توگه د سوډان جمهوریت برخه وه. د بیلتون پر سر لومړنۍ جگړه ۱۹۵۵م کال ته ورگرځي، یعنی آن د بریتانيا تر مستعمرې مخکي وخت ته.
انځور: picture-alliance/dpa/Pendl بیرته کورنۍ جگړې ته د ورگرځیدو ترمخه له ۱۹۷۳م کال څخه تر ۹۱۸۳م کاله پورې جنوبي سوډان په نسبي توگه له امن او خپلواکمنۍ څخه برخمن وو. د سوډان د خلکو آزداي بخښونکي غورځنگ او پوځ (SPLM/A) د جون قرنق په مشرتوب جگړه کې برخه واخیسته. وروسته دغه ډله د سلوا کيیر او ریک مشار په مشرتوب پر دوو مختلفو ډلو سره وویشل شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/Rosenthal د ۲۰۱۱م کال په جنوري میاشتي کې د جنوبي سوډان خلکو د خپلواکۍ په پلوۍ رایې ورکړې. سلوا کيیر او ریک مشار د ولسمشر او مرستیال ولسمشر په توگه ونومول شول. نوي دولت تر دېره د سولي پر هغه تړون تکیه کوله چې په ۲۰۰۵م کال کې د قرنق تر څارنې لاندي رامنځ ته شو. هغه تر دغه تړون څو اوونۍ وروسته د یوې څرخۍ الوتکي د رالویدو په پيښه کې ووژل شو.
انځور: AP د کيیر او مشار تر منځ ائتلاف چې یو وخت دښمنان ول او بیا سره همکاران ول، ډیر دوام و نه کړ. د ۲۰۱۳م کال په جولای میاشت کې یعنې تر خپلواکۍ دوه کاله وروسته کییر، خپل مرستیال مشار او د کابینې نور غړي گوښه کړل. هغه په دسمبر میاشت کې رسنیو ته د وینا پر وخت د اغیز له پاره پوځي یونیفورم اغوستی وو او مشار او د هغه ملاتړي یې د کودتا په هڅې تورن کړل. دا د کورنۍ جگړې پېل وو چې تر نن ورځې ادامه لري.
انځور: Reuters په بېلا بیلو سطحو د دغې شخړې د هوارولو پر هڅو سربیره هم دغه کړکیچ لږ تر لږه د ۵۰۰۰۰ انسانانو ژوند اخیستی دی. ۲،۴ میلیونه انسانان له خپلو کورونو څخه تېښتي ته اړ شوي. د ۲۰۱۴م کال په می میاشت کې په جنوبي سوډان کې د ملگرو ملتونو پیاوړی ماموریت چې ۱۴۰۰۰ سوله ساتو عسکرو پکښې ونډه درلوده د ملکي کسانو ساتنې له پاره وگمارل شو.
انځور: Reuters د ۲۰۱۵م کال په می میاشتې کې په ادیسه آبابا کې د کيیر (کیڼ اړخ ته) او مشار (ښي اړخ ته) تر منځ د ملاقات په نتیجه کې د اوربند تړون وشو چې یووار بیا د سولې هیلې پيدا شوې. دغه هیله هغه وخت له خاورو سره خاورې شوه چې څو ساعته وروسته بیا نښتې پیل شوې. نه یوازې دا چې دغه دواړه مشران کوم توافق ته نه ورسیدل، بلکې د څارونکو د تبصرو له مخې دواړو تر ډیره حده پر خپلو جنگیالیو کنترول له لاسه ورکړی.
انځور: Reuters د سولې وروستی تړون چې د ۲۰۱۵م کال په اگست میاشت کې لاسلیک شوی، بې ثباته پېل درلود. په لومړي سر کې ولسمشر سلوا کيیر ئې له لاسلیکیدو ډډه وکړه خو د نړیوال فشار له کبله یې هغه لاسلیک کړ. د معاملې یوه برخه دا وه چې مشار ته په یوتوپیا کې له تبعید څخه د بیرته ورگرځیدو ضمانت ورکړل شي. خو جوبا ته له هغه سره د احتمالي راستنیدونکو جنگیالیو او وسلو د شمیر په هکله لانجه وه.
انځور: Reuters/G. Tomasevic جگړو دغه هیواد په کنډواله بدل کړی دی. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیار زید رعد الحسین، په خپل رپوټ کې ویلي دي چې حکومتي ځواکونه او یاغیان جنسي تیری د ډار او جنگي وسیلي په توگه کاروي. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د یوه کمیسیون د جوړولو خبره کړې، څو دغه پیښې وپلټي.
انځور: GetttyImages/AFP/C. Lomodon