په سوډان کې نظامي کودتا؛ لومړی وزیر نیول شوی
۱۴۰۰ آبان ۳, دوشنبهد دوشنبې په ورځ له سوډان څخه د یوې پوځي کودتا راپورونه خپاره شول. په دغه هیواد کې انترنت او تلیفونې اړیکې محدودې شوي دي. ویل کیږي چې د سوډان د دولت پنځه غړي هم نیولي شوي دي.
د اکتوبر پر (۲۵مه) د دوشنبې ورځ په سهار د سوډان د کودتا خبر د دغه هیواد خلک اونړیوال څارونکي حیران کړل. کودتا کوونکو ته نیږدې پوځیان د سوډان هیواد په پلازمینې د خرطوم په یوشمیر سمیو کې ځای پرځای شوي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې په دغه هیواد کې د صنایعو او اطلاعاتو وزیر په ګډون د کابینې پنځه وزیران نیول شوي دي.
بل لوري ته څو شیبې ترمخه د سوډان د اطلاعاتو وزارت پر خپله رسمي فسبوک پاڼه ویلي چې لومړی وزیر عبدالله حمدوک نیول شوی دی او یوه نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی. تر دې وړاندې د لومړي وزیر عبدالله حمدوک کور هم د نظامیانو له خوا محاصره شوی دی.
د سوډان د اطلاعات وزارت له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې همدا راز راغلي چې لومړي وزیر حمدوک د کودتا په ملاتړ د اعلامیې خپرول رد کړي ول، او له خلکو یې د کودتا پر وړاندې د مقاومت غوښتنه کړې وه.
.په سوډان کې ځيني «اسلامي قوانين» له منځه وړل شوي
د سوډان چارواکو اعلان کړی چې د ټیلفون او اینټرټ په پرې کیدو د خرطوم هوایي ډګر هم تړل شوی او کار نه کوي. د معلوماتو له مخې د دوشنبې ورځې له لومړیو ساعتونو راهیسې په دې هیواد کې انترنیتي خدمات، تلیفونې اړیکي او یو شمیر لین لرونکي تلیفونونه هم له فعالیته لویدلي دي.
په ورستیو ورځو کې د سوډان د خلکو او نظامي مشرانو تر منځ جنجالونه ډیر شوي وه. وروسته له هغې چې په ۲۰۱۹ کال کې د مخکیني ولسمشر عمر البشیر حکومت د کودتا له امله وپرځید، نوی ګډ حکومت د ملکي او پوځي استازو په ګډون جوړ شو.
.
د روان کال په سپتمبر میاشت کې هم سوډان کې یوه ناکامه کودتاه وشوه، خو نا امني او ناسم امنیتي وضیعت د البشیر حکومت له پرځیدو وروسته په دغه هیواد کې روان دی.
نړیوالو رسنیو د خرطوم په سړکونو کې د خلکو د راوتلو رپوټونه ورکړي دي او ویل کیږي چې خلک ډیر راټول شوي دي.
معترضانو په یو شمیر سمیو کې د نظامي موټرو د مخنیوي لپاره به سړکونو کې د موټرو ټایرونو ته اور اچولی دی او د دې هیواد وضعیت د بدلیدو په حال کې دی.
وسله والو کسانو په سوډان کې ۶۰ تنه وژلي