1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویلي وزیرستان کې د ترهګرۍ پرضد لاريون

سید ریاض
۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

د سویلي وزیرستان ځایي اوسیدونکو د ترهګرۍ پر ضد یو لاریون کړی. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې په لاریونو کې ډېر خلک ګډون لري.

د بلوچستان کوټه کې د پښتنو لاریون
د بلوچستان کوټه کې د پښتنو لاریونانځور: zaiwa news

تر دې یوه ورځ دمخه په باجوړ کې هم «امن مارچ» په نوم یوه غونډه شوې وه چې د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور پښتین او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم پکې ګډون درلود.

منظور پښتین او د دغه غورځنګ یو شمیر غړو هم د وانا په ولسي پاڅون کې ګډون کړی دی. منظور پښتین پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې «په دې مشکل وخت کې به قام نه پریږدو، په هر ډګر او هر سنګر کې به د خپل قام سره کلک دریږو.»

افغان طالبان د دو انتخابونو تر منځ: د پاکستان حکومت که «ټي ټي پي»؟

محسن داوړ چې د پاکستان د ولسي جرګې غړی هم دی د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې نن په سویلي وزیرستان کې «ډېر خلک راوتلي ول څو د ترهګرۍ پر ضد احتجاج وکړي.»

په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د حضور په هکله خلکو اندېښنه ښوولې او له هغې راهیسې په بیلا بیلو سیمو کې د طالبانو د بیا راڅرګندیدو او نا امنیو پر ضد مظاهرې کیږي.

د بلوچستان کوټه کې د پښتنو لاریونانځور: zaiwa news

په وروستیو کې پاکستاني طالبانو د پاکستان د حکومت سره د اوربند تړون لغوه کړ او له هغې راهیسې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي دي.

څو ورځې دمخه د پاکستان سياسي او نظامي رهبرۍ اعلان وکړ چې هیڅ هیواد ته به اجازه ورنه کړي، څو هغو ترهګرو ته ځای ورکړي چې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. مخکې تر دې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت خبره کړې وه.

بلاول بوټو: افغان طالبان یوحقیقت او پاکستاني طالبان فتنه ده

د پاکستان د "ډان" ورځپاڼې څو ورځې دمخه خبر ورکړی وو چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د "جیو نیوز" چینل ته ویلي، چې د هوکړې برعکس د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي.

د پاکستان دغو څرګندونو ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم غبرګون ښوولی وو او ویلې یې وو چې د پاکستاني چارواکو له لورې د افغانستان په تړاو بې اساسه او پاروونکو څرګندونو خواشني کړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل