په سپينه ماڼۍ کي د بن سلمان هرکلی
۱۴۰۴ آبان ۲۸, چهارشنبه
دونالد ترمپ د سعودي د شهزاده هغه شان هرکلی وکړ، لکه معمولاً چي د يوه هيواد د ولسمشر دا کيږي. د سپيني ماڼۍ په جنوبي چمن کي د توپونو په فاير کولو او پر فضا باندي د يوې جنټ الوتکي په تېرېدو سره د هغه هرکلی وسو.
د سپيني ماڼۍ بيضي شکله دفتر ته تر رارسېدو لږ وروسته د سعودي عربستان وليعهد اعلان وکړ چي په امريکا متحده ايالاتو کي د دغه هيواد ۶۰۰ ميليونه ډالره پانگونه به ۱ ميليارد ډالرو ته لوړه سي.
دا په ۲۰۱۸م کال کي د سعودي مامورينو په لاس د واشنګټن پوست ورځپاڼي د ژورناليست جمال خاشقجي تر قتل وروسته د شهزاده لومړۍ ليدنه کتنه ده. د امريکا استخباراتي ادارې دې نتيجې ته رسېدلي دي چي په ډېر احتمال سره دغه قتل د وليعهد په لارښووني سره ترسره سوی دی. د سعودي وليعهد د خاشقجي وژنه »يوه لويه تيروتنه« وبلله.
ترمپ چي د بيضي شکله دفتر د بخارۍ مخي ته ناست وو، د خپل مېلمه په اړه وويل: »زه په هغه کار چي ده کړی دی، ډېر وياړم... هغه کار چي ده د بشري حقونو په برخه کي کړی دی د باور وړ نه دی او بل هرڅه واقعاً حيرانوونکي دي.«
کله چي د سعودي شهزاده او ترمپ د لنډو پوښتنو او جوابونو په غونډه کي د پانګوني په اړه خبري کولې، فضا هغه مهاله بې ډوله سوه چي يوه امريکايي خبريال له شهزاده څخه په ترکيه کي د سعودي په يوه قونسلګرۍ کي په ۲۰۱۸م کال کي د جمال خاشقجي د وژني په اړه پوښتنه وکړه.
ترمپ خاشقجي »ډېر جنجالي« وباله او ادعا يې وکړه چي »ډېرو خلکو دا ښاغلی نه خوښاوه« او وروسته يې زياته کړه چي »هغه [شهزاده] د هغه په اړه په هيڅ خبر نه وو.«
د دغه قتل د بې شرمۍ په اړه هغه مهال په ټوله نړۍ کي د يوه شوک څپه خپره سوه، ځکه چي يو ځواکمن استبدادي رژيم يو منتقد له هيواده بهر يوه ديپلوماتيک ځای ته ور وغواړي ترڅو هغه ووژني او بيا يې ټوټه ټوټه کړي.
شهزاده محمد بن سلمان، د دې قتل په اړه وويل: »دا يو دردونکی جنايت او يوه ستره تيروتنه ده او موږ خپله ټوله هڅه کوو چي بيا دغه شان و نه سي.«
ترمپ د خبريال د دغي پوښتني له کبله پر هغه باندي سختي نيوکي وکړې او هغه [خبريال] يې په دې تورن کړ چي شهزاده يې »و شرماوه«.
پر سعودي د الوتکو پلورل
ترمپ د اسرائيل پر اندېښنو سره سره پر سعودي باندي F-35 ډوله جنگي جنټ الوتکي پلوري.
له شهزاده بن سلمان سره د ترمپ تر ليدني وروسته سپيني ماڼۍ په رسمي توگه »د دفاعي خرڅلاو بسته« تائيد کړه چي پکښې پر سعودي باندي د F-35 جنت الوتکو چي له رادار څخه پټېدلای سي، خرڅلاو شامل دی. منتقدان وايي چي دغه کار کيدای سي اسرائيل ناراحته کړي.
ترمپ د سې شنبې په ورځ د اسرائيل او سعودي عربستان په اړه وويل: »تر هغه ځايه چي په ما پوري مربوط دی، زما په فکر دوی دواړه بايد په سر کي قرار ولري. اسرائيل په دې اړه خبر دی او هغوی به ډېر خوشحاله سي.«
د ترمپ په اداره کي د دغه خرڅلاو په اړه ضد و نقيض احساسات موجود دي. ځينو استدلال کړی دی چي دا منطقي ده چي په منځني ختيځ کي زموږ متحد سعودي عربستان په پرمختللو وسلو سمبال سي چي دا به په سيمه کي له امريکايي ځواکونو سره مرسته وکړي.
خو نور بيا اندېښنه لري چي کيدای سي د امريکا دغه پرمختللې تکنالوژي د امريکا يو له نړيوالو سيالانو چين لاس ته ولوېږي.