جمهوررئيس ترمپ د ژورنالستانو په مخکي وویل، چي دی به پخپله ماسک کښینږدي، ځکه چي په خبره یې هیچا ته نه نژدې کیږي او ځکه یې نو د ایښوولو ضرورت هم نه لیدل کیږي. نوموړی پر دريځ د خبرو پر مهال د ژورنالستانو او مامورینو څخه په یوه مطمیینه لیري فاصله کي ولاړ ؤ. د جمهوررئيس معاون مایک پېنس هم نه غواړي ماسک کښیښږدي.
د کرونا کارپوهان په کورو کي کار کوي
د تیري اوونۍ په اخره کي په کرونا ویروس باندي د سپیني ماڼۍ د دوو کارکونکو د اخته کیدو خبر ورکول سوی ؤ، چي یوه یې د جمهوررئيس د مرستیال مایک پېنس ویانده، کاتي میلر وه. تر دغي واقعې وروسته د پېنس د کرونا د ټيم درو مهمو غړو اعلان وکړ، چي د احتیاطي تدابیرو په سبب په کورو کي پاتیږي او ځانونه قرانطین کوي: یو د هغو څخه ایمونولوجست او د ترمپ مشاور، انتوني فوسي دی. بل یې د امریکا د صحي چارواکو)CDC( رئیس،روبرت ریب فیلډ او بل یې هم د غذايي موادو او دارو درملو د ادارې آمر، شټیفان هان دی.
د بلي خوا بیا ترمپ د ورځو ورځو راهیسي فشار واردوي، چي د کرونا قیودات دي په ټوله امریکا کي راکم سي، تر څو اقتصاد بیرته وغوړیږي. خو په سپینه ماڼۍ کي د ویروس شیوع، چي د سپیني ماڼۍ مهم کارکونکي يې له کبله باید په منظم او پر له پسې ډول سره ټِست سي، ښکاره کوي، چي په امریکا کي عادي ژوندانه ته بیرته ورګرزیدل څومره سخت دي.
د کرونا پانډمي د امریکا په ډیرو برخو کي نوره د کنټرول څخه وتلې ده. په واشنګټن کي هم. په همدې خاطر د ماسکونو د مکلفیت د لاري کوښښ کیږي، چي د حکومت په مرکز کي د کرونا ویروس د شیوع او پراخوالي مخنیوی وسي. د دې دپاره چي کرونا تر کنټرول لاندي راغلې وي، په سپینه ماڼۍ کي باید د نورو ترڅنګ هره ورځ هغه ټِست سي او نه لکه د پخوا په ډول په اوونۍ کي یو وار.
کارلا بلایکر (واشنګټن)، هنس څیګلر/م.ق.ن./ا.و.ا.
زموږ له آرشیف څخه:
په افریقا کې ماسک هم په يو موډ بدل شوی
څوک وايی چې د ماسک په تړو مخ بدرنګه کيږي؟ په افريقا کې د مود او فيشن يو شمير طراحانو د ماسکونو په جوړولو کې مختلف ډيزاينونه ورزيات کړي، تر څو خلک وهڅوي د کرونا ناروغۍ د خپريدو پر ضد ماسکونه وکاروي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaidمونيا لازالي يوه الجزايري ډيزاينره ده. هغې د سندغاړي « Joe Batoury » ماډل، په سلونو ماسکونه جوړ او مرسته کړي دي. په پورتنۍ عکس کې د لازالي د ماسکونو يوه نمونه لیدل کيږي. هغې دويچه ويلي ته ويلي وويل چې ماسک نشی کولای له فيشنه ځان جلا کړي او دغه کار خلک دې ته هڅوي چې ماسک وکاروي.
انځور: Mizo Ozimراونډا کې د ماسک له کمښت سره مبارزه
راونډايي خياطه الکساندر نشيمي يمانا (په انځور کې له کيڼ لور څخه دوهمه) دويچه ويلې ته وويل چې د ماسک په جوړولو کې له رنګارنګه رختونه کار اخلي. هغه وايي هڅه ېې کړې چې د خپلو ماسکونو بيه د امکان تر حده ټيټه وساتي. هغه يو ماسک په نيم ډالر خرڅوي په داسې حال کې چې د راونډا په درملتونو کې يې بيه شاوخوا ۲ ډالره ده.
انځور: Alexander Bell Nshimiyimanaلايبيريا – په يوه غشۍ دوه مرغان
په لايبيريا کې د (Bombchel) په نوم د مود او فيشن يوه شرکت خپلو ټولو ښځينه کارکونکو ته د خودکفايي په برخه کې مرسته کوي او اوس ورته د ماسکونو ګڼدل ورښيي. دغه شرکت هغه رختونه چې ښکولي رنګونه لري خو فروشات نه، دغو ميرمنو ته ورکوي چې ماسکونه ورڅخه جوړ کړي. دې سره بامبچل شرکت په يوه غشي دوه مرغان ښکار کوي.
انځور: Marcelle Yhapپه انځور کې دغه نارينه، کينيايي ډيزاينر «ډيويډ اويدو» دی. دی د «له ډيويډ په څير ښکارې» د نښې يا ليبل موسس دی. اويډو له مارچ مياشتې راهيسې کله چې په کينيا کې د کرونا وايروس لومړنۍ مثبته پيښه ثبت شوه، د ماسکونو پر جوړلو پيل وکړ. هغه تر اوسه په پلازمينه نايروبي او اطرافو کې يې څه باندې ۱۰ زره ماسکونه پر خلکو په وړيا ډول ويشلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/G. Odhiamboد کامرون خويندې ډیزاينرانې
«ګيوفاک» (کيڼ لور) او «ايدموند کيناګ» له رنګه ټوکرو داسې ماسکونه جوړوي چې د سترګو مخ ته يې د عينکو په څير روښانه پلاستيک هم کاروي. د کامرون هيواد دغو ډيزاينرانو خويندو د اپريل مياشتې له ۱۳مې، کله چې په کامرون کې د کرونا لومړنۍ مثبته پيښه ثبت شوه دغه نوښت پيل کړ. دوی وايي غواړي په دې کار سره د کرونا ويروس د خپريدو مخنيوی وکړي.
انځور: Edmonde Kennangتونسي ډيزاينره مريم رضا يوې ميرمن ته ماسک تړي. د تونس روغتونونه د ماسکونو له کمښت سره تر مخ کیدو وروسته، له مريم رضا سره په اړيکه کې شول. مريم رضا په دې برخه کې د (Miss Anais label) په نوم يو ورکشاپ په لاره واچاوه. هغه اوس له مرسته شوو رختونو څخه ماسکونه جوړوي او بيا هغه په روغتونو باندې يې په وړيا ويشي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid