په سینیګال کی سال پارلماني ټاکنې وګټلې
۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبهاعلان
د سینیګال په پارلماني انتخاباتو کې د ولسمشر مکي سال ائتلافی ګوند ښکاره بری تر لاسه کړی دئ. د انتخاباتو د نهایي پایلو څخه داسي ښکاري چې دغه ګوند د یکشنبې په ورځ د رایو اخیستلو په ترڅ کې د پارلمان د ۱۵۰ چوکیو څخه ۱۱۹ ګټلي دي.
د PDS په نامه د پخواني واکمن عبدالایي واده، ګوند چې تر اوسه پوری ئې په پارلمان کې اکثریت درلود، برعکس یوازې ۱۲چوکۍ گټلي دي. د دغه هیواد د پارلمان د ۱۵۰ چوکیو له پاره د ۷۰۰۰ کسانو په شاوخوا کې کسانو ځانونه کاندید کړي ول. سال نو اوس د اکثریتو رایو په تر لاسه کولو سره، باید په دغه هیواد کې اعلان سوي اقتصادي او اجتماعي اصلاحات پلي کړي.