په ورته وخت کې اوس هم تر ۴۰ ډیر په مرستو بار لارۍ شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو ته د مرستو رسولو له پاره د شرقي غوطې په سیمه کې بند پاتې دي. دغه موضوع د دې لامل شوې وه چې ملګري ملتونه په سوریه کې د اوربند د عملي کیدو غوښتنه وشوه. روسیې د پنجشنبې په ورځ په شرقي غوطه کې بیا هره ورځ د پنځه ساعته اوربند د عملي کولو اعلان وکړ.
خو د روسیې له لوري وړاندیز شوی دهلیز چې په سیمه کې د بند پاته شوو ملکیانو د وتلو له پاره وړاندیز شوی د دریمې ورځې له پاره لا هم خالي پاته دی چې دغه موضوع د جګړې د دواړو اړخونو ترمنځ د بې اعتمادۍ نخښه ده.
د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسئول جان ایګیلنډ بیا هیله څرګنده کړې چې مرستندویه کاروانونه به وکولی شي چې په راتلونکو څو وروځو کې شرقي غوطې ته داخل شي.
ایګیلنډ ټینګار کوي چې یادې سیمې ته د بشري مرستو رسولو له پاره پنځه ساعته اوربند کافي نه دی. په عین وخت کې په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د سوریې رژیم اړوند هوايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ تر غرمې مخکې شاوخوا ۹ بجې چې د اوربند د پیلیدو وخت دی، تازه هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې نهه ملکي کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شنبې په ورځ د سوریې په دې سیمه کې ۳۰ ورځنی اوربند تائید کړ، خو دغه اوربند تر اوسه پورې عملي شوی نه دی او پر ځای یې هره ورځ یوازي د پنځو ساعتونو له پاره د جګړې وقفه رامنځ ته کیږي. امریکا متحدو ایالاتو بیا له روسیې غوښتي چې د بشاالاسد پر رژیم باندي د خپل نفوذ له لاري، د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوی اوربند عملي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هییتر ناویرت په دې هکله ویلي دي: «دا ښکاره ده چې دغه اوربند کار نه ورکوي. روسیې د بشري مرستو د رسولو له پاره د دهلیز غوښتنه کړې ده چې ریشخندي ته ورته [اقدام] دی. روسیه باید داسې یو کار وکړي چې ملګرو ملتونو هغه ته رایه ورکړې ده او هغه د سوریې د هیواد په کچه اوربند دی.»
خو پر دې سربیره روسیه او د سوریې رژیم په شرقي غوطه کې پر یاغیانو تور پوري کوي چې دوی د بشري مرستو رسولو له پاره رامنځ ته شوی دهلیز په نخښه کوي، ترڅو په دې سیمه کې د جګړې له امله بند پاتې کسان بهر نه شي.
پر غوطه بریدونه د انځور په ژبه، انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:
پر غوطه بریدونه د انځور په ژبه
په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې د سوریې رژیم په وروستیو سختو بریدونو کې په سونو کسان وژل شوي دي. دویچه ویله هغو ویجاړیو ته نظر اچوي چې د یاغیانو تر کنترول لاندي وروستیو ښارونو کې رامنځ ته شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Syrian Civil Defense White Helmetsد هوایي بریدونو یوه اوونۍ
په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د کړکیچ له پیل راهیسې پلازمینې دمشق ته څیرمه په ختیځ غوطه سیمه کې سختو بریدونو تر اوسه تر۵۰۰ زیات کسان وژلي دي. د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د ملګرو ملتونو د ۳۰ ورځني اوربند پر غوښتنې سربیره خپلو هوایي بریدونه ته ادامه ورکړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Syrian Civil Defense White Helmets«د ځمکې پر سر دغه دوږخ ته د پای ټکی کښیږدئ»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش د سوریې رژیم وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې سره غوښتنه کړې ده چې د «ځمکې پر سر دغه دوزخ» ته دې ژر د پای ټکی کښیودل شي. دغه هوایي بریدونه د فرورۍ له ۱۹ څخه پیل شوي دي. ختیځ غوطه د یاغیانو تر کنترول لاندي وروستۍ سیمې دي. په دغه ځای کې شا او خوا ۴۰۰ زره کسان اوسیږي چې زیاتره یې د تیښتي توان نه لري.
انځور: Reuters/B. Khabiehد شکمنو کیماوي بریدونو رپوټونه
په سیمه کې د فعالانو او ډاکټرانو په وینا یو شمیر کسان د داسې علایمو درلودونکي دي چې ښایي د کلور زهرجن ګاز د برید قربانیان وي او په روغتون کې یې باید درملنه وشي. د سوریې حکومت پر دې ټینګار کوي چې هیڅکله یې کیمیاوي وسلې نه دي کارولي.
انځور: Reuters/B. Khabiehیو سړی او ماشوم د ختیځ غوطه په دوما ښار کې د یوه توغندي د پاته شوې برخې تر څنګ ولاړ دي. زیاتره هغه کسان چې له دغې سیمې څخه یې د وتلو توان نه درلود ټوله اوونۍ په تهکاويو یا نورو ځایونو کې تیره کړه.
انځور: Reuters/B. Khabiehدوما یو له هغو ښارونو څخه وو چې د تیرې اوونۍ د هوایي بریدونو په ترڅ کې سخت بمبار شو. یو کس په دې هڅه کې دی چې له خپل کور څخه د بریدونو په پایله کې د رالویدلو شیانو پاته شوي پاک کړي.
انځور: Reuters/B. Khabiehفعالان وایي چې په دوما کې د اوبو او خوړو کمښت دی. د دغه کلابند ښار اوسیدونکو زیاتره ورځې شپې په تهکاويوو کې تیري کړي دي او زیاتره یې په دې ونه توانیدل چې خوراکي توکي تر لاسه کړي.
انځور: Reuters/B. Khabiehملګري ملتونه د اوربند غوښتنه کوي
د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پریکړه لیک ومانه چې په سوریه کې د ۳۰ ورځو اوربند او «پرته له ځنډ» څخه د بشري او روغتیايي مرستو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کوي. خو دغه تړون د داعش او القاعدې پر ضد د عملیاتو په برخه کې صدق نه کوي.
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com