د غزې په اړه د مذاکراتو په دویمه ورځ هم بریدونه جریان لري
۱۴۰۴ مهر ۱۵, سهشنبه
د القاهره نیوز په حواله د مصر په شرم الشیخ کې د غزې په اړه د سولې مذاکراتو په لومړۍ ورځ (دوشنبه د اکتوبر ۶ نیټه) د یرغمل شوو او بندیانو د خوشې کولو پر تګلارې بحث وشو، چې له مخې به یې له حماس او نورو ډلو سره د موجودو کسانو په بدل کې فلسطیني بندیان خوشې کړای شي.
د فرانسې خبري اژانس د مصر د دولتي رسنیو په حواله ویلي دي چې د اسرائیل، حماس او منځګړي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو لومړی پړاو په مثبته فضا کې ترسره شوه او دغه مذاکرات به د سه شنبې په ورځ هم روان وي. د اسرائیل پلاوی په شرم الشیخ کې موجود دی.
دغه خبرې اترې د غزې په هکله د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د سولې وړاندیز شوي پلان یوه برخه ده، چې په هغې کې د اسرائیل د بریدونو بندیدل، له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل، د بندیانو تبادله، د حماس ترهګرې ډلې بې وسلې کول او فلسطیني سیمو ته د بشري مرستو رسول شامل دي.
اسرائیل او حماس دواړو د ترمپ په پلان کې شامل عمده شرایط تایید کړي او دغه پلان د عربي او لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه هم برخمن دی.
ترمپ په دې اړه په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ډیر هیله مند دی چې د سولې تړون به وشي. هغه وویل: «زما له نظره حماس له یو شمیر ډیرو مهمو مسایلو سره توافق کوي... زه فکر کوم مونږ به یوه موافقه وکړو.»
نوموړي زیاته کړه: «زما یو شمیر سرې کرښې دي که هغه پوره نه شي، نو مونږ به دا (موافقه) ونه کړو.» کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې په دغو شرایطو کې د حماس بې وسلې کول شامل دي؟ نو هغه وویل: «زه فکر کوم چې مونږ سم کار کوو او حماس واقعاً پر مهمو ټکو موافقه کړې ده.»
ولسمشر ترمپ چې تمه کیږي ځانګړی استازی یې ستیو وتکوف او زوم یې جیرد کشنر هم مصر ته ورسیږي، پر مذاکره کوونکو ټينګار کړی دی چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو له پاره دې «بیړه وکړي.»
د حماس رهبرۍ ته نږدې یوې سرچینې ویلي دي چې کیدای شي د مذاکراتو دغه دور به څو ورځې دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنه
پر اسرائیل د حماس د برید دوه کاله پوره کیدو په مناسبت، چې په ترڅ کې یې شا او خوا ۱۲۵۰ کسان ووژل شول، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، په غزې، اسرائیل او سیمه کې د دښمنۍ د ختمولو غوښتنه وکړه.
نوموړي له حماس او نورو ډلو سره د ټولو یرغمل شوو بې له قید او شرط څخه سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه.
ګوتیرش وویل چې عام خلک باید د خپل ژوند او راتلونکي د بیې پرې کولو له پاره مجبور نه کړلی شي. هغه وویل: «دغه ټول کړاوونه باید پای ته ورسیږي.»
په غزه کې پوځي عملیات
په همدې منځ کې اسرائیل په غزې ښار کې خپل پوځي عملیات جاري ساتلي دي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، چې د سولې پر پلان یې بحث روان دی، د جمعې په ورځ اسرائیل ته ویلي و چې د مذاکراتو پر مهال دې پر غزې بمباري ودروي.
د فرانسې خبري آژانس د شمیرو له مخې پر اسرائیل (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه) د حماس په برید کې ۱۲۱۹ کسان وژل شوي وو.
د حماس تر کنترول لاندې سیمه کې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ بولي، د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷۱۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول، په تل ابیب کې له خپل اسرائیلي سیال ګیدون سار، سره ولیدل او تر هغې وروسته مصر ته روان شو، چیرې چې په غزه کې د سولې په اړه د دونالد ترمپ پر پلان خبرې اترې روانې دي.