په ميلونونو انسانان اوس مهال د اقليم له بدلون څخه زوریږي او دا حالت نور هم زياتیږي. امنیتي کارپوهان د اروپا په لور د مخ په ډيريدونکي مهاجرت څخه خبرداری ورکوي.
هغه وجوهات چي له ټولو څخه زيات انسانان و کډه کولو ته اړباسي هغه وچکالي، طوفاني هوا او سیلابونه دي. د امریکې د سمندرې ځواکونو پخوانی جنرال سټيفن چېني په شلو راتلونکو کلونو کې د اقلیم بدلون رامنځ ته کیدلو په هکله وايې: «کله چې اروپا نن ورځ فکر کوي چې د مهاجرینو سره ستونزي لري، نو راتلونکي شل کاله انتظار وکړئ.» هغه زياتوي چي په راتلونکو شلو کلونو کې د اقلیم بدلون به له افريقا څخه تر شل ميلونه پوري انسانان تيښتې ته مجبوره کړي.
چېني يو د هغه ډير شمير د چاپيريال ساتنې او امنیتی چارو کارپوهانو څخه دی چې د چاپيريالي عدالت د بنسټ (Environmental Justice Foundation) له خوا په لندن کې په يو تازه خپور سوي راپور کي يې د هوا د تودوخې د ممکنه زياتېدو له کبله يې د پايلو د رامنځ ته کيدلو په هکله څرګندونې کړي دي.
د خپل حفاظت له پاره ډير کمزوري دي
په بيوزلو هیوادونو کې دغه د اوبو او هوا بدلون خطر پنځه ځلي زيات دی. دا د پنجشبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۵مه نېټه) د آکسفام مرستندويه سازمان له خوا په خپور کړل سوي یو رپوټ کې راغلي دي.
د ياد راپور پر اساس د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ هر کال په اوسط ډول ۱۴ ميلونه انسانان د خپلو اصلي ټاټوبو څخه تيښتې ته له دې کبله اړ سوي چي په ټاټوبو کي يې طبعي فاجعې رامنځ ته سوي دي.
له آکسفام څخه د چاپيريال پيژندنې کارپوه جان کوالڅيګ وايې:«په دغه هيوادونو کې انسانان ډير کله د بيوزلۍ له کبله د دې وړتيا نه لري،چې د طبعي فاجعو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي.» د دغه کارپوه په وينا د بيلګې په توګه د په بېوزله هيوادونو کي د اوسیدلو اکثریت کورونه په داسې ډول نه وي ودان شوي، چې د طوفان او سيلاب پر وړاندې مقاومت وکړای شي او نه هم د صنعتی هيوادونو په څېر داسي کوم د ډاډ وړ سیستم لري چې دوی ته پر وخت د طبعي فاجعې د راتلو خبر ورکړي.
جان کوالڅيګ زياتوي چي په زیاته په دغه هیوادونو کې هغه خلک، چې په ټولنه کې لږ فعاله دي اغیزمن کیږي، لکه مېرمني، زاړه انسانان او يا په سياسي توګه تر فشار لاندي راوستل سوي ډلې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.08.2017):
په ایران کې د اوبو کړکیچ؛ انځورونه کیسه کوي
په ایران کې په دوامداره توګه تر ځمکې لاندې اوبه په کمیدو دي او وچکالي ګام په ګام د پراخیدو په حال کې ده. د ایران د ګڼ شمیر سیمو خلک د څښاک اوبه نه لري او کرنیز حاصلات یې په کمیدو دي. انځور: Fars د ایران د جرګلان د سیمې کیسه د ایران په شمالي خراسان کې جرګلان د یوې سیمې نوم دی. دغه سیمه د اوبو د بحران کیسه له مختلفو ابعادو کوي. دلته نه یوازې د اوبو د کمښت له امله کرنیز حاصلات کم شوي بلکې د دې سیمې اوسیدونکي د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري.
انځور: Irna د اوبو د انتقال له پاره اوږده لار د جرګلان په سیمه کې ټولټال ۳۵ کلي دي. د دې سیمې کابو ټول کلي د اوبو له کمښت سره لاس او ګریوان دي. د څښاک د اوبو پیدا کول تقریباً اوس د ټولو کار ګرځیدلی او دوی باید د اوبو د انتقال له پاره اوږد مزل ووهي.
انځور: Irna داسې انځور چې توضیح ته اړتیا نه لري. په ایران کې د اوبو د کمښت مسئله په یوه ټولنیزه ستونزه اوښتې ده.
انځور: MEHR د دې سیمې خلکو ته د څښاک اوبه د ټانکرونو په واسطه انتقالیږي. د اوبو ټانکر په اونۍ کې یو ځل دې سمې ته ورځي او کله کله داسې هم پیښیږي چې د اوبو ټانکرونه په خپل وخت نه ورځي. په داسې حال کې د دې سیمې اوسیدونکي باید د څښاک د څو لیتره اوبو د لاسته راوړلو له پاره دوه اونۍ انتظار وباسي.
انځور: Irna په جرګلان کې وچکالي د هر کال په تیریدو پراخیږي. د څښاک د اوبو نشتوالی او د اوبو کړکیچ د دې سیمې د اوسیدونکو ستونزې لا پسې ډیروي.
انځور: Irna د اوبو کړکیچ د امنیتي کړکیچ بڼه غوره کوي د ایران د ملي امنیت له کمیسیون څخه علاءالدین بروجردي څه مودې مخکې په دې سیمه کې د اوبو د کمښت له امله د رامنځته شوي بحران په هکله خبرې کړې وې. نوموړي د ا یسنا خبري آژانس ته ویلي وو چې په عملي توګه د اوبو کړکیچ د یوه امنیتي کړکیچ بڼه خپلوي. هغه زیاتوي چې په ځینو سیندونو کې ناولې اوبه ورګډیږيږي او پاکې اوبه خرابوي.
انځور: IRNA په ایران کې د چندیر او اترک سیندونه په ایران کې د وچکالۍ له امله د چندیر او اترک سیندونو اوبه هم د کمیدو په حال کې دي. د دې سیندونو د اوبو کمښت د سیمې په زراعت باندې هم منفي اغیز کړی دی. په دې ترتیب، په جرګلان کې د اوبو کړکیچ یوه امنیتي کړکیچ ته ورته او همداشان پر ټولنیز کړکیچ د بدلیدو په لوري روان دی.
انځور: Irna په لویو ښارونو کې د خلکو نفوس د ډیریدو په حال کې دی. د کثافاتو او ناولو اوبو د انتقال خراب مدیریت د دې سبب شوی چې په ګڼ شمیر سترو ښارونو کې د کثافاتو غرونه رامنځته شي چې بیا سیندونو ته انتقالیږي.
انځور: Irna د اوبو د کړکیچ امنیتي اړخ د سترو ښارونو ښاروالۍ په دې هڅه کې دي چې د ښارونو لیرې برخو ته خپل کارکوونکي ولیږي ترڅو د کوډلو په ورانولو سره دغه ستونزه حل کړي. خو ځیني وختونه بیا د شرکت د کارکوونکو او د دغو کوډلو د اوسیدونکو تر منځ اخ او ډب هم رامنځ ته کیږي.
انځور: Irna له خراسان نه تر خوزستان پورې او له مازندران نه تر بلوچستان پورې
د جرګلان څخه ترلاسه شوي انځورونه ټکان ورکوونکي دي او دا د بیلګې په توګه د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. د اوبو کمښت تقریباً د ایران په ټولو برخو کې احساسیږي. د روان لمریز کال په سرطان میاشتې کې د بیلګې په توګه د جغتای سبزوار سیمې اوسیدونک،او امنیتي ځواکونو تر منځ اخ او ډب رامنڅ ته شوي چې یو کس په کې د وژل شو او ۱۲ نور ټپیان شول. دغه اخ او ډب د اوبو د څا د کیندلو پر سر رامنځ ته شوی وو.
انځور: FARS