په شمالي وزيرستان کي بې پيلوټه الوتکو څلور کسان ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبهاعلان
د بې پيلوټه الوتکې يوه بريد د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي لږ تر لږه څلور انسانان وژلي دي. پاکستاني چارواکو ويلي دي چي وژل سوي کسان وسله وال دي. ويل سوي دي چي بې پيلوټه الوتکو ميرانشا ته نزدې پر يوه کور باندې دوه راکټونه توغولي دي چي پکښي د پاکستاني چارواکي په وينا شکمن وسلوال پټ ول.