د طالبانو په بريدونو کې ۳۱ افغان سرتيري وژل شوي
۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس په حواله، د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد او د دغې شورا يوه غړي ابراهيم خير انديش، وويل چې طالبانو د افغان پوليسو په ليکه کې د خپل يوه ارتباطي غړي په مرسته، د مزار- شبرغان پر لويه لاره د پوليسو په يوه مرکز کې ۹ سرتيري وژلي دي. دوی وايي چې طالبانو پر دغه مرکز باندې د سه شنبې په ورځ ناوخته حمله وکړه چې په ترڅ کې يې ياد سرتيري وژل شوي دي.
هاخوا په کندز ولایت کې هم د طالبانو په بريدونو کې ۱۴ افغان سرتيري وژل شوي دي. د کندز د ولايتي شورا غړو شريف الله اميري او فوزيه يفتلي وويل چې وسلوالو طالبانو نيمه شپه د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په لږ تر لږه درو امنيتي پوستو باندې بريدونه وکړل. د دوی په وينا په دغو بريدونو کې ۱۴ سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د آلمان خبري آژانس دغه راز لیکلي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ د ګاونډي ولایت تخار په درقد ولسوالۍ کې هم ۸ تنه افغان امنيتي ځواکونه وژلي دي.
د تخار د ولايتي شورا غړي مير احمد قاسم ويلي دي چې ياد سرتيري په يوه موټر کې د ګزمې پر مهال ول، چې د طالبانو تر بريد لاندې راغلل. د تخار د ولايتي شورا يوه بل غړي هم دغه پيښه تائيد کړه.
وسلوالو طالبانو په ورستيو کې په شمال کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. په تېر کال کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو کې له دواړو لورو په سلونو کسان وژل شوي دي.
دغه بريدونو په داسې وخت کې زور اخيستی چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات هم ادامه لري. په ورستيو ورځو کې د رسنيو له خوا داسې رپوټونه ورکړل شول چې ګواکې طالبان له امريکايانو سره د اوربند په رامنځته کيدو سلا شوي دي، خو وروسته طالبانو د رسنيو دغه رپوټونه رد کړل.
/mks/bs/dpa hes mnr