1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي کلیفورنیا کې دوو الوتکو ټکر کړی دی

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

په شمالي کلیفورنیا کې دوو کوچنیو الوتکو په ټکر کې دوه کسان مړه شوي دي. دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه چې دغو الوتکو غوښتل د واتسونویل ښار په محلی هوايي ډکر کې ناستې وکړي.

Schauspieler Harrison Ford als Pilot, Absturz
د آرشیف انځور - په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په لاس انجلس کې یوه غورځېدلې الوتکې ته د اطفائيې کارکونکي راغلي انځور: picture-alliance/dpa/S. Palley

ياد ښار په یوه ټويټ کې ويلي دي چې دغو الوتکو د ماسپښین له درې بجو يو څه مخکې ټکر کړی دی. د هوا پيژندې فدرالي ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په یوه الوتکه کې دوه کسان او په بله کې يوازې یو پيلوټ سپور وو.

په اعلامیه کې زیاته شوې، دواړه الوتکې هوايي ډګر ته د رسيدو په ورستیو شیبو کې وې چې ټکر ېې وکړ. چارواکو ويلي دي چې د مرګ ژوبلې ډیر رپوټونه ورته رسيدلي، خو لا روښانه نه ده چې کوم کس ژغورل شوی هم دی او که نه.

د هوا پيژندنې او ترانسپورت چارواکو نور جزئيات نه دي ورکړي. هغوی د پيښې په اړه پر تحقیقاتو بوخت دي. اسوشتید پريس بیا ليکي چې په ساحه کې هيڅ څوک ژوبل شوي نه دي. پر ټولنیزو رسنیو د پېښې اړوند انځورونه خپاره شوي دي.

په یوه انځور کې يوه ويجاړه شوې کوچنۍ الوتکه ښکاري چې د هوايي ډګر په یوه چمن کې ولاړه ده، بل انځور کې هوايي ډګر ته نژدې یو زیانمن شوی ساختمان لیدل کيږي چې د اوروژنې کارکونوکي هم هتله حضور لري.  

رپوټ وايي د واتسونویل محلي هوايي ډګر د کنټرول برج نه لري او الوتکې پکې په مستقیمه توګه ناستې او پروازونه کوي. د دغه هوايي ډګر د ویب پاڼې پر اساس، دغه هوايي ډګر څلور ځغاست لیکې لري چې د څه باندې ۳۰۰ الوتکو د اوسیدو ځای دی. زیاته شوې چې دغه میدان تر ډيره د تفريحي او کرهڼيزو چارو الوتکو له پاره کارول کيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب