جاپان ویره لري چې په شمالي کوریا کې د پوځي کړکیچ د رامنځته کیدو په صورت کې کیدای شي د دې هیواد ګڼ شمیر مهاجرین جاپان ته مخه کړي.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي، د دوشنبې په ورځ د پارلمان یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې حکومت په داسې لارو چارو کار کوي چې له امله یې بهرنیو اتباعو ته خوندیتوب، د راتګ آسانتیا، د سرپناه جوړول او همدا راز د پناه غوښتونکو د ثبت او ارزونې له پاره منظم سیستم رامنځ ته شي.
شنیزو ابې دغه څرګندونې د یوې داسې پوښتنې په ځواب کې کړي دي، چې تر دې مخکې به هم کله نا کله ترې پوښتل کیده. خو اوس په داسې حال کې چې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ کړکیچ مخ پر ډیریدو دی دغه پوښتنه تر پخوا ډیر عملي اړخ لري.
د جاپان لومړي وزیر همدا راز د پارلمان غړو ته په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت په شمالي کوریا کې د کړکیچ د رامنځته کیدو په صورت کې په داسې پلانونو هم کار کوي چې له دې هیواد څخه د جاپان اتباع بیرته خپل هیواد ته انتقال کړي.
له ارشیف څخه:
د فوکوشيما ناورين - د اتومي انرژۍ پای؟
انځورونه: د جاپان په فوکوشيما کې شپږ کاله مخکې اتومي ناورين د دغه هېواد، د ډېرو انسانانو او د اتومي انرژۍ د صنعت له پاره ناوړې پايلې درلودې. خو آيا دغه ټکنالوژي لا آئينده لري؟
انځور: UN Photo/IAEA/Greg Webbد اتومي بمونو په پرتله لا زياته اتومي ککړتيا
مارچ ۲۰۱۱: له زلزلې او سونامي وروسته په څلورو اتومي برېښناکوټونو کې هسته يي ويلېدنه صورت نيسي او په څلورو ځايونو کې د هايدروجن په ټانکيو کې چاودنې کيږي. د دغسې لوی ناورين اټکل هيچا نه و کړی. په دغه پېښه کې د هيروشيما د اتوم بم په پرتله ۵۰۰ چنده زياته اتومي ککړتيا خوشې شوله.
انځور: picture alliance/dpa/Abc Tvډېر لکښتونه او اتومي وړانګې
د دغه ناورين پايلې زښتې زياتې دي. د جاپان د حکومت د څرګندونو له مخې لګښتونه تقريبا ۲۱،۵ بيليونه ين (تقريبا ۱۷۷ ميليارده يورو) ته رسيږي. ورسره د انسانانو کړاو او په نورو هېوادونو کې د اتومي وړانګو په پايله کې زيانونه هم راځي.
انځور: picture-alliance/dpaد پاسيفيک يا آرام سمندر ککړتيا دوام مومي
اوس د بټيو چاپېره نوي دېوالونه جوړ شوي او د لاندې خوا کنګلي دېوال هم رغول شوی دی. د ورانو شوو بټيو او ويلي شوو سون توکو را ايستنه البته اوس لا ممکنه نه ده. په دې ترتيب تر ځمکې لاندې اوبه ککړيږي. يوه برخه يې د پمپونو په مرسته په ټانکونو کې زېرمه کيږي. بله برخه يې د پاسيفيک يا آرام سمندر اوبو ته لاره مومي.
انځور: Getty Images/C. Furlongد تايرايډ په غده کې سرطان ۲۰ چنده شوی
جاپان په ناورين کې لا يو څه نېکمرغه وو. باد اتومي ککړتيا د سمندر په لور انتقال کړه. په دې د توکيو په شاوخوا کې ۵۰ ميليونه انسانان وژغورل شول. خو د فوکوشيما سيمه سخته ککړه شوه. ۲۰۰ زرو خلکو خپل کورونه پرېښودل. په ماشومانو کې د تايرايډ په غده کې سرطان ۲۰ چنده ډېر وموندل شو.
انځور: Reutersاکثريت د اتومي ځواک پر ضد دی
د جاپان په برېښنا کې د اتومي ځواک ونډه له ناورين وړاندې ۳۰ سلنه وه، نن هغه يوه سلنه ده. له پخوا ۵۴ بټيو څخه نن دوه لا فعالې دي. حکومت پر اتومي ځواک ولاړ دی او غواړي چې ځينې بټۍ بېرته فعالې کړي. خو اړونده سيمې يې تر اوسه پورې مخالفت کوي.
انځور: REUTERSاتومي صنعت له کړکېچ سره مخامخ دی
له فوکوشيما شپږ کاله وروسته اتومي شرکتونه له يو ستر کړکېچ سره مخامخ دي. په جاپان، د امريکا په متحده آيالاتو او فرانسه کې هغه پيسې له لاسه ورکوي، نوې بټۍ نورې نه پېرودل کيږي او د رغونو چارې يې ځنډيږي.
انځور: Reutersفرانسه له تر ټولو نوې او عصري بټۍ سره ډېرې هيلې تړي. هغه د د اوبو د لوړ فشار اروپايي بټۍ بلل کيږي چې وايي ډاډمن دی. هغه څه باندې ۱۰ ميليارده يورو غواړي، چې د اټکل په پرتله درې چنده زياتې پيسې دي.
انځور: Getty Images/AFP/C. Triballeauآيا لويه بريتانيا هم اتومي بټۍ جوړوي؟
لويه بريتانيا د کلونو راهيسې د دغسې عصري بټيو جوړول غواړي. ټول ټال لګښتونه يې ۳۳ ميليارده يورو اټکل شوي چې رغنيزې چارې به يې په ۲۰۱۹ کال کې پيل شي. خو اندېښنې هم ډېرې دي. اتومي برېښنا ښايي د لمر او بادي انرژۍ د برېښنا په پرتله لا ګرانه وي.
انځور: Getty Images/J. Tallisزړې اتومي بټۍ په وړتيا توګه
اتومي بټۍ پخوا اقتصادي وې. اوس هغه زړې دي، بايد ترميم شي او اقتصادي نقص راوړي. يوه سويسي شرکت غوښتل چې دوه اتومي بټۍ د فرانسې د انرژۍ يوه شرکت ته په وړتيا توګه ورپرېږدي. خو فرانسوي شرکت دغه تحفه رد کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seegerپه آلمان کې له اتومي انرژۍ څخه فاصله نيول کيږي
د فوکوشيما له ناورين وروسته آلمان پرېکړه وکړه چې له اتومي انرژۍ څخه به لاس واخلي. تر اوسه نهه اتومي بټۍ تړلې شوې، چې اته نورې به تر ۲۰۲۲ کاله پورې وتړل شي. د اتومي پاتې شونو له پاره اړونده شرکتونه بايد يوه دولتي صندوق ته ۲۳ ميلياده يورو په اختيار کې ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Ebenerله اتومي پاتې شونو څخه وېره په ډېرېده ده
په اروپايي ټولنه او سويس کې ټول ټال ۱۳۲ اتومي بټۍ فعالې دي. خو په وار وار د هغوی د خونديتوب په اړه اندېښنې راټوکيږي. ډېر شمېر خلک د دغسې بټيو تړل کېدل غواړي.
انځور: DW/G. Rueterچين د اتومي ځواک استعمال ته زور ورکوي
په داسې حال کې چې په اروپايي ټولنه، جاپان او روسيه کې له ۲۰۱۱ کال وروسته نوې بټۍ نه دي جوړې شوې، چين له دغې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي. خو د هسته يي انرژۍ په پرتله چين د باد او لمر په انرژۍ ډېره زياته پانګونه کوي.
انځور: Imago/China Foto Press