په شمال کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دی
۱۳۹۲ خرداد ۹, پنجشنبهاوس حتی د افغان امنيتي ځواک پر توان باندي د دوی خپل ملگري شکمن دي. د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو د عمومي قومندانۍ مرستيال راينر رينک من د آلمان په پوتسدم ښار کي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۲۹) د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال پر افغان امنيتي ځواک باندي نيوکي وکړي.
برينک من، وويل په هغو سيمو کي چي اوس د افغان امنيتي ځواک تر کنترول لاندي دي وضعيت نور هم خراب سوی دئ. د افغانستان د شمالي برخي امنيتي چاري اوس تقريباً ټولي د افغان امنيتي ځواک پرغاړه دي او آلماني ځواکونه ئې يوازي ملاتړ کوي.
د برينک من په خبره د افغانستان په شمال کي چيري چي آلماني ځواکونه مېشت دي امنيتي وضعيت تر پخوا ډير خراب سوی دئ. د تصحيح سوو معلوماتو پر اساس تير کال په دغه سیمه کي ياغيانو ۱۲۲۸ يرغلونه او چاودني ترسره کړي دي چي دا تر هغه د مخه کال څخه ۲۴۱ پيښي ډيري دي.
پر دې سربيره د آلماني ځواکونو قوماندان دا ومنله چي د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کي وسله وال طالبان اوس بيرته سره راټول سوي او توان ئې موندلی دئ.
برينک من د افغان امنيتي ځواک د توان په اړه شک لري. ځکه د هغه په خبره د روان کال د می مياشتي په لومړيو کي چي کله د آلمان د ځانگړو قواوو سره پر گډه گزمه باندي په بغلان ولايت کي وسله وال يرغل وسو نو افغان امنيتي ځواکونه تښتېدلي ول او آلماني سرتيري ئې يوازي پرې ايښي ول. په دغه يرغل کي بيا يو آلمانی سرتيری ووژل سو.
خو هغه زياته کړه چي دغه انديښني د آلماني او افغاني امنيتي ځواک ترمنځ پر همکاریو باندي هيڅ ډول تاثير نه لري: «موږ هيڅ دليل نه وينو چي پر افغانانو باندي د باور په اړه شک ولرو.»
دا چي ولي د افغانستان په شمال کي چي تر ډيره وخته د دغه هيواد امنيتي سيمه بلل کېده ورځ تر بلي تاوريخوالی يا بې امنۍ زور اخلي، يو شمېر کارپوهان ئې دليل له مرکزي اسيا هيوادونو څخه ورغلي ناراضيان بولي.
روسی کارپوه ليو کورلکوف له دويچه ویله سره په خبرو کي وويل، چي د افغانستان په شمال فارياب ولايت کي د ازبکستان د اسلامي حرکت او طالبانو فعاليتونه پيل سوي دي چي له دې څخه اوس يو شمېر گاونډي هيوادونه لکه ترکمنستان سخته اندېښنه لري.
خو د اروپا- اسيا د کارپوهانو ټولني همږغې کوونکې جين ناتاليا حاريتونووا، بيا وايي چي په روسيه او سيمه کي يو شمېر کارپوهان په بل نظر دي. هغه وايي چي طالبان به د مرکزي اسيا پر هيوادونو او عشق آباد باندي چي د نيازف د واکمنۍ پرمهال له ملا عمر سره دوست وو حمله ونه کړي. خو د هغې په خبره د ازبکستان اسلامي حرکت د طالبانو پلان عملي کوي.
«دوی په افغانستان کي د فعاليت په برخه کي سره همکاره دي، خو د ازبکستان د اسلامي حرکت سياسي هدفونه د مرکزي اسيا هيوادونه دي. دا تصادفي خبره نه ده چي يو شمېر سرچيني وايي چي د ازبکستان د اسلامي حرکت دوهم نوم اوس د ترکستان اسلامي جنبش دئ»
د بحراني شرايطو روسی کارپوه ليو کورلکوف وايي، چي په فارياب کي د ازبکستان د اسلامي حرکت او طالبانو تر منځ همږغي په هغو سيمو کي پيل سوې ده چي د اوسېدونکو اکثريت ئې ازبکان دي او يو زيات شمېر ترکمنان هم پکښې ژوند کوي.