په شټوټګارټ ښار کې افغان مهاجرو لاریون کړی
۱۳۹۵ مهر ۳, شنبهPAS-Interview mit einem Demonstranten in Stuttgart - MP3-Stereo
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.05.2016):
انځورونه: آلمان کې د ټولنیز ادغام په موخه مهاجرو سره نڅاوې
په آلمان کې یو شمیر افغان، ایراني، سوري او عراقي مهاجرو د نڅا د زدکړې یوې وړیا روزنیزې دورې ته لاسرسی موندلی دی. مهاجرو لپاره دغه فرصت په آلماني ټولنه کې د هغو د ادغام او دغه راز د روحیې د بدلولو په موخه رامنځ ته شوی.
ساناز کمالي یوه ایراني الاصله نجلۍ ده چې په آلمان کې ژوند کوي. هغه د آلمان په بن ښار کې د نڅا په یوه روزنیز مرکز کې مهاجرو ته د نڅا روزنه ورکوي.
ساناز د نڅا دغه ګروپ مهاجرو سره د مرستې په موخه جوړ کړی دی. هغه وايي د هرې اوونۍ د شنبې په ورځ د شاوخوا یونیم ساعت لپاره مهاجرو ته د نڅا زدکړه ورکوي.
د ساناز د نڅا ګروپ ته یوازې مهاجر نه بلکه ځینې آلمانیان هم راځي او مهاجرو سره په ګډه نڅا کوي. د نڅا په هال کې د مهاجرو د هر هیواد موسیقي غږول کیږي.
د نڅا دغه پروګرام د «رقصا» په نوم دی. د رقصا پروګرام کوم مالي ملاتړ کونکی نلري او د اوس لپاره په رضاکارانه توګه پرمخ ځي.
په کوم هال کې چې د رقصا پروګرام ترسره کیږي، هغه په بن ښار کې د نڅا د زدکړې د یوه ښوونځي دی. د دغه ښوونځي خاوند، د ښوونځي هال د مهاجرو د رقصا پروګرام لپاره په وړیا توګه په اختیار ورکړی دي.
د رقصا په پروګرام کې ګډون لرونکي مهاجر دغه پروګرام اغیزناکه بولي. دوي وايي تر څنګ د دې چې دلته دوي نڅا زده کوي او شیبې یې په خوشالیو سره تیریږي؛ په الماني ټولنه کې د ژوند کولو په ډیرو دودونو باندې هم بلدیږي.
د رقصا د پروګرام ډیری ګډونوال نارینه مهاجر دي، خو د دغه پروګرام سمبالونکې ساناز کمالي وايي چې کله کله ښځينه مهاجرې هم راځي او په د دغه پروګرام په تمریناتو کې برخه اخلي.
میرمن کمالي وايي چې هغه د نڅا په تمریناتو کې له نارینه مهاجرو سره ستونزه نلري او ګډونوال یو بل سره ډیر خواږه دي. هغه وايي دا ډول فرصتونه مرسته کوي چې مهاجر د آلماني ټولنې په باب ډیر څه زده کړي.
مهاجر په رقصا پروګرام کې د نڅا د اساسي تمریناتو تر څنګ، د خپلو دودیزو نڅاو تمرینونه هم ترسره کوي. دې سره آلمانی ګډونوال د نورو ملکونو سنتي نڅاوو سره بلدیږي او دغه راز مهاجر د المانیو سره د خبرو کولو له لارې آلماني ژبه ژر زده کړي.
کارین دوبرنز، یوه آلمانۍ میرمن ده چې په رقصا پروګرام کې مهاجرو ته د نڅا د زده کړې په برخه کې مرسته کوي. هغه هڅه کوي چې مهاجر خوشاله وساتي. میرمن دوبرنز وايي چې مهاجرو څخه یې د هغو د دودیزو نڅاو تر څنګ ځینې اصطلاحات لکه (خدا حافظ ) او نور هم زده کړي دي.
کمالي وايي چې د پروګرام ټول ګډونوال مهاجر میرمن کارین ته د ماما (مور) په نوم غږ کوي. کارین له تمریناتو وروسته هم د مهاجرو سره د هغو د ستونزو په باب خبرې او مرستې ورسره کوي.