1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولي خبرو د تاوتريخوالو په کمښت کې اغيز نه دی لرلی»

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

د سره صلیب کميټه وايي د سولې روانو مذاکراتو په افغانستان کې د تاوتريخوالو د شدت کچه نه دی راښکته کړی او پر عامه ځايونو بريدونو کې د ملکيانو تلفات لوړ شوي دي.

Symbolbild Afghanistan - Rotes Kreuz
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د سره صليب نړیواله کميټې (آی.سي.آر.سي) په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر لوړ ګراف او پر روغتيايي مرکزونو او د هغو پر کارکونکو د بريدونو له کبله انديښنه ښکاره کړې ده.

دغې کميټې د دوشنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) يوه اعلامیه خپره کړې او په هغې کې ېې د امريکا متحده ايالاتو او طالب استازو تر منځ د سولې روانو مذاکراتو ته په اشارې ويلي دي چې له دغو مذاکراتو سره د تاوتريخوالو کچه نه ده راښکته شوې او د ملکيانو د تلفاتو په کمښت کې يې هم مثبت اغیز نه دی لرلی.

په افغانستان کې د دغې کميټې د مرکزي څانګې مشر خوان پدرو سکارر ويلي دي: «ملکي افرادو ته ډيره لږه پاملرنه شوې ده، هغوی بايد تل له ملاتړ او درناوی څخه برخمن وي.»

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې پر کليو او د ګڼې ګوڼې ډګ ځايونو باندې هوايي بمبارۍ او شپني عملياتونه ترسره کيږي چې دغه حملې د ښځو، نارينه وو او ماشومانو د وژنې او معلوليت سبب کيږي.

د سره صليب ادارې په اعلاميه کې د روغتيايي مرکزونو ترڅنګ، د خلکو پر کورونو، مسجدونو، ښوونځيو او مارکيټونو باندې حملو ته هم اشاره شوې ده.

د دغې کميټې معلومات ښيي چې د ۲۰۱۹م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغانستان پر روغتيايي مرکزونو او د هغو پر کارکونکو ۵۹ حملې ترسره شوي دي.

سکارر په دې اړه وايي: «پر يوه داکتر يا نرس باندې حمله، د عامې روغتيا او ژغورنې ټول سيستم تر خپل اغيز لاندې راولي.»

په افغانستان کې د سره صليب کميټې چارواکو په جګړه کې ښکيلو خواوو باندې غږ کړی چې روغتيايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي مخنيوی و نه کړي.

دغه کميټه وايي که څه هم د هرې ورځې په تيريدو سره په افغانستان کې بشري او روغتيايي مرستو ته د خلکو لاسرسی ډيريږي، خو په عين وخت کې ناامني د دې لامل کيږي چې دغه خدمات ټولو سيمو ته ونه رسیږي.

ناامني او ګواښونه لامل شوي چې د سره صليب نړيوالې کميټې د روان کال په اپريل مياشت کې په افغانستان کې خپل يو شمير فعاليتونه ودروي. په ځينو سيمو کې ټپيانو سره مرستې، روغتيايي مرکزونو ته د ټپيانو ليږد، د جګړې له ډګړ څخه کورنيو ته د اجسادو ليږد، له بنديانو څخه د هغو د کورنيو ليدنه په دغو درول شوو فعاليتونو کې راځي.

د سره صليب کميټه وايي په جګړه کې ښکيلې خواوې مکلفې دي چې د نړيوالو بشري قوانينو پر اساس د مرستې رسولو په برخه کې لازم سهولتونه ايجاد کړي او جګړه ځپلو خلکو ته د بشري مرستو رسولو د مخنيوي لامل و نه گرځي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل