په عام محضر کې اعدامونو باندې د ملگرو ملتو انتقاد
۱۴۰۴ مهر ۲۵, جمعه
فولکر ترک د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۱۶ مه) په ژنیو کې څرگنده کړه چې په عام محضر کې د اعدام د سزا پلي کول د نړیوالو قوانینو پرضد یوعمل دی.
د هغه په خبره، سربېره پردې، د اعدام سزا د ژوند له اساسي حق سره سمون نه لري. دغه سړی د قتل په تور اعدام سو. ترک له واکمنو بڼسټپالوطالبانو څخه وغوښتل چې ژرترژره دې د اعدام سزا له منځه یوسي. ترک زیاتوي، طالبان باید د اعدامونو په سمدستي ځنډولو سره پیل وکړي.
اړوند:طالبانو په بادغیس کې د قتل په تور یو سړی «قصاص» کړ
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په تکرار سره د طالبانو له خوا ، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې یو وار بیا واک ترلاسه کړی، د بشري حقونو جدي سرغړونې غندلي دي. د ملګرو ملتونو له خوا همدا راز زياته شوې چې طالبان د قانون له حاکمیت سره سم د مدافعینو له پاره د عادلانه محاکمې په برابرولو کې پاته راغلي دي.
د ملگرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانو له خوا په عام محضر کې د اعدام پر سزا سختو انتقادونو سربیره، طالبان بیاهم د خپل مشر ملا هبت الله په امر د «قصاص» په گډون په عام محضر کې د سختو سزاگانو عملي کولو ته ادامه ورکوي.