په امريکا متحدو ايالاتو کي د امنيتي مشورو شرکت «Soufan Group» له خوا په يوه نوي خپاره سوي راپور کي راغلي دي چي «په عراق او سوريه کي د بهرنيو جنگياليو پديده په رشتيا يوه نړيواله ستونزه ده.»
د ډيرو هغو هيوادونو تلاښونه چي سوريې او عراق ته ئې د افراطيانو د سفر د مخنيوي په برخه کي کوي تر اوسه پوري کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د راپور له مخي له نژدې ۸۶ هيوادونو څخه له ۲۷۰۰۰ څخه تر ۳۱۰۰۰ پوري جنگياليو سوريې او عراق ته ځانونه رسولي دي.
د ۲۰۱۴م کال په جولای مياشت کي د يوې ورته پلټني له مخي عراق او سوريې ته د۱۲۰۰۰ بهرنيو جنگياليو د ورتگ خبره کېده.
په راپور کي راغلي دي چي د دغو جنگياليو ډېری د منځني ختيځ او شمالي افريقا دي چي نژدې ۸۰۰۰ کسانو ته رسيږي. دغه راز ۵۰۰۰ جنگيالي له اروپا څخه ورغلي او ۴۷۰۰ له پخواني شوروي اتحاد هیوادونو څخه ښوول سوي دي.
دغه امنيتي شرکت په خپل راپور کي زياته کړې ده چي د دغو بهرنیو جنگيالو له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پوري بيرته خپلو هيوادونو ته راگرځي چي دا به د دغو هيوادونو د امنيتي ارگانونو له پاره يوه ستره ستونزه وي، ځکه چي داعش تر سوريې او عراق دباندي يرغلونه پلانوي.
د «سوفان گروپ» په حواله د داعش دغه نوې تگلاره کيدای سي د هغو کسانو موقف ته هم بدلون ورکړي چي دغي ډلي غوښتل هغوی په بهر کي خپل سازمان ته جذب کړي.
داعش په پاريس کي د ترهگرو بريدونو مسئوليت منلی دئ. په دغو وسله وال يرغلونو او ځانمرگو بريدونو کي د روان ميلادي کال په نوامبر مياشت کي ۱۳۰ انسانان ووژل سول.
يو وخت د «اسلامي دولت» (داعش) تروريستانو د عملياتو پر مهال مخونه پټول. خو دغه کار ډېر دوام نه وکړ. د دغي ډلي ځينو پيژندل سوو څېرو خپل مخونه لڅ کړل او يا داعش د خپلو تبليغاتو له پاره دا کار وکړ.
انځور: picture-alliance/AP Photoيو وخت د «اسلامي دولت» (داعش) تروريستانو د عملياتو پر مهال مخونه پټول. د دغي ډلي لومړی ځواک په عراق کي د القاعدې له ښاخه او په دغه هيواد کي د حکومت د وېش په برخه کي له ناراضي سينانو څخه جوړ سو. وروسته بيا له دغي ډلي سره د گاونډيو عربي هيوادونو مالي او تسليحاتي مرستي، د عراق د بعث گوند غړي او افسران او د عربي هيوادونو ځيني ځوانان ور زيات سول.
انځور: picture-alliance/AP Photoشکير وهيب الفهداوی الدليمي په عراق کي د القاعدې غړی وو او په ۲۰۰۶م کال کي امريکايي ځواکونو ونيو. هغه په ۲۰۰۹م کال کي د القاعدې په مرسته له زندانه وتښتېد. هغه د داعش له لومړيو کسانو څخه وو چي بې له ماسکه راڅرگند سو.
انځور: picture-alliance/APپه خټه مراکشی بلجيمی عبدالحمید اباعود چي د پاريس د تروريستانو او يرغلونو مشر گڼل کيږي. له هغه وروسته چي د بلجيم په وروير ښار کي يوه تروريستي ډله کشف سو هغه له پوليسو په تېښته بريالی سو او سوريې ته ولاړ. د بلجيم محکمې هغه په ۲۰۱۵م کال کي په غياب کي په ۲۰ کاله بند محکوم کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/Dabiqپه برلين کي زېږېدلی دنيس ممدو کاسپرت چي له پلاره غنايي او له موره آلمانی دئ په رپ موسيقۍ کي ئې شهرت لاره. هغه وروسته له هغه چي مسلمان سو موسيقي ئې پرېښوول او په سوريه کي د حکومت پرضد جنگ له پاره لومړی مصر او له هغه ځايه سوريې ته ولاړ. هغه په سوريه کي «ابوطلحه الالماني» ونومول سو او ويل کيږي چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي په يوه بمبار کي وژل سوی دئ.
انځور: picture-alliance/dpaد بحرين اوسېدونکی ترکی ال بن علي د داعش په بانفوذه روحانيانو کي شمېرل کيږي. په انځور کي هغه د عراق په موصل ښار کي په يوه مسجد کي د وينا پر مهال ښکاري. هغه د ابوسفيان ال سلمي او ابوهمام ال اطهاري په نومونو هم پيژندل کيږي.
انځور: picture alliance/AP Photoمحمد اموازی مشهور په «جان جهادي» د داعش جلاد دئ چي ويل کيږي په کويت کي زېږېدلی او له شپږ کلنۍ څخه ئې په بريتانيا کي ژوند کړی او هلته ئې لوړي زده کړي دي. هغه له ځينو بهرنيانو څخه سرونه پرېکړي او ويډيوگاني ئې خپرې کړي دي.
انځور: Social media website via Reuters TVامدی کوليبالي هغه وخت مشهور سو چي د پاريس په شمال کي په يوه پلورنځی کي يو شمېر يهوديان برمته کړل. هغه په يوه ويديو کي د يوې فرانسوۍ پوليس وژل او له داعش سره وفاداري اعلان کړې وه.
انځور: picture-alliance/dpaابو عمر آل آلماني چي د جرمني پوليسو ئې نوم «يمين الف.ز» ښوولی دئ په آلماني ژبي قتلونو څو ويډیوگاني خپرې کړي په آلماني ژبه د داعش له پاره د ځوانانو په جلب و جذب کي مرسته کړې.
انځور: Propagandavideo Islamischer Staatمحمد محمود چي اوس ابو اسامه آل غريب نومول کيږي په خټه مصری اتريشی دي چي پلار ئې هم د اخوان المسلمين غړی وو. هغه هم د ابوعمر ال آلماني ترڅنگ د پالميرا په اعدامونو کي لاس لري. هغه داعش ته د آلماني ژبو ځوانانو په جذب کي مرسته کوي.
انځور: Propagandavideo Islamischer Staatمهدی نموش ۲۹ کلن فرانسوی ځوان چي الجزايري ريښه لري د داعش لومړی تروريست وو چي له سوريې څخه اروپا ته را وگرځېد په بروکسل کي ئې د يهوديانو پر موزيم باندي يرغل وکړ او څلور کسان ئې ووژل او وتښتېد.
انځور: picture-alliance/dpaابوعمر الشيشاني (د انځور په منځ کي) گرجستانی دئ او اصلي نوم ئې تارخان باتر هيويلي دئ. ويل کیږي چي په سوريه کي هغه د داعش د پوځ قوماندان دئ. الشيشاني په ۲۰۱۲م کال کي په سوريه کي د دولت له مخالفانو سره يو ځای سو خو تر هغه وروسته ئې د البغدادي بيعت وکړ.
ابويحيی القيرواني چي اصلي نوم ئې سيف الدين اليعقوبي دئ د تونس د قيروان ښار پوهنتون د فضايي پوهنځی محصل دئ. هغه د تونس په ختيځ ساحل کي پر امپريال هوتل باندي په يرغل کي ۲۷ سيلانيان ووژل.
انځور: picture-alliance/dpa/Social Mediaپه دې انځور کي د بالکان اوسېدونکي ښکار چي په يوه ويديو کي ئې د بالکان خلک جهاد ته رابلل. دغه ويديو بيا له يوتوبه ايسته سوه.
انځور: Propagandavideo Islamic State via Al Hayat/YouTubeدا د بالکان خلکو ته د داعش د تبليغاتي ويديو يو بل انځور دئ. چي يو تروريست له خپلي ماينې او کوچنيانو سره پکښې ښکاري.
انځور: Propagandavideo Islamic State via Al Hayat/YouTubeابراهيم عواد ابراهيم علي البدري السامرائئ د ابوبکر البغدادي په نوم شهرت وموند او له القاعدي سره د اړيکو په تور څو کاله په عراق کي په امريکايي اډه کي بندي وو. هغه تر آزادۍ وروسته په عراق کي د القاعدې له ناراضيانو سره د «اسلامي دولت» په نوم ډله جوړه کړه او په ۲۰۱۰م کال کي ئې مشر سو. داعش بيا وروسته په ۲۰۱۳م کال کي په سوريه کي تر نفوذ کولو وروسته د عراق او شام اسلامي دولت ونومول سو.
انځور: picture alliance/abaca