په عراق کې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل سوي دي
۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبهاعلان
په عراق کې د پرله پسې بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه شل تنه وژل سوي دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دئ چې په بغداد کې د موټر بمونو او نورو چاودنو په ترڅ کې یوولس تنه له منځه تللي دي.
د پولیسو او د ژغورنې د چارواکو په حواله په کرکوک او د دغه هیواد په شمالي برخه کې د بریدونو له امله نهه تنه وژل سوي دي. د هغوی درې تنه د سمارا په سیمه کې له منځه تللي دي.
د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته داسې ښکاري چې د عراق د حکومت په کړۍ کې د سوني او شیعه ګانو تر منځ د قدرت پر سر مبارزه روانه وي.