په عربستان کي د شيعه گانو پر مسجد بيا ځانمرگی بريد
۱۳۹۴ خرداد ۸, جمعه په سعودي عربستان کي بيا د شيعه گانو پر يوه مسجد باندي ځانمرگی بريد سوی دئ. دغه يرغل د «قطيف» ولايت په «دمام» ښار کي د «امام حسين» مسجد ته څېرمه سوې ده. دغه بريد د جمعې د لمانځه پرمهال سوی دئ.
د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي بريد کوونکي هغه مهال پر خپل ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد چولي دي، چي د مسجد يوه ساتونکي، مسجد ته د هغه د نور ننوتلو د مخنيو تلاښ وکړ. خو ځينو سرچينو بيا ويلي دي چي ځانمرگي بريد کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د موټرو په تم ځای کي چولی دئ.
ځيني راپورونه بيا وايي چي ځانمرگي بريد کوونکي د ښځو کالي اغوستي ول او غوښتل ئې چي د ښځو په برخه کي خپل ځان وچوي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وياند اعلان کړی دئ، چي چاودنه د «العنود» مسجد ته څېرمه سوې ده، او ويلي ئې دي چي امنيتي ځواکونه په دې توانېدلي دي چي پر لمونځ کوونکو د یوه تروريستي بريد مخه ونيسي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د وياند په خبره، امنيتي ځواکونه پر ځانمرگي بريد کوونکي باندي شکمن سوي ول او هغه مخکي له دې چي مسجد ته ننوزي خپل ځان ئې چولی دئ.
د تيري جمعې په ورځ هم د «قطيف» ولايت په «قديح» ښارگوټي کي په «علی ابن ابی طالب» مسجد کي ځانمرگي بريد وسو. په دغه بريد کي چي د جمعې د لمانځه پر مهال وسو، ۲۱ کسان ووژل سول او تر ۸۰ زيات ټپيان سول. قطيف ولايت په سعودي عربستان کي د شيعه اقليت د اوسېدو سيمه ده.
پر «دمام» مسجد باندي د ځانمرگي بريد په اړه تر اوسه پوري نور جزئيات نه دي خپاره سوي. خو اسوشېتدپرس خبري آژانس ويلي دي چي د دغه يرغل مسئولت «اسلامي دولت» ډلي پر غاړه اخيستی دئ.
په سعودي عربستان کي د تيري اونۍ د ځانمرگي بريد مسئوليت هم افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر غاړه واخيست. دغي تروريستي ډلي په يوه اعلاميه کي دغه راز ويلي ول چي شيعه گانو ته «توري ورځي» گوري.