1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عربي هېوادونو کې د اسرائيلي شرکتونو تجارتي فعاليتونه

۱۳۹۹ مرداد ۲۹, چهارشنبه

له څو کالونو راهيسې د فارس خليج په يو شمیر هېوادونو کې اسرائيلي شرکتونه پرته له دې چې څوک پرې وپوهيږي تجارتونه پر مخ وړي. دغه شرکتونه په اصل کې په يوه بل هېواد کې ثبت وي خو د څانگو په نوم په عربي هېوادونو کې فعاليت کوي.

Israel Startup Any.do
انځور: DW/E. Rubin

 د اسرائيلو د تکنالوژۍ او ستارت اپ نيوز په نوم انترنت پاڼې يا »سي ټيک« په حواله د اسرائيلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سفارتي اړيکو رسمی تړون تر اوسه لاسليک شوی نه دی خو د دواړو هېوادونو ترمنځ غير رسمی اقتصادي اړيکي له هیچا هم پټې نه دي.

د اسرائيلو د توليدي ټولنې په حواله لا دمخه کابو دوه سوه اسرائيلي شرکتونه په عربي اماراتو کې خپل توليدات پلوري. دا شرکتونه له بېلا بېلو صنعتونو سره تړاو لري چې د طبي سامان آلاتو، مواصلاتو او امنيت څانگې پکې شاملې دي. د سي ټيک د يوه رپوټ په حواله د اسرائيلو او عربي اماراتو ترمنځ دا تجارت په امريکا او اروپا کې د راجستر شويو ادارو او د هغوی د څانگو له لارې ترسره کيږي او له همدې وجې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د کلني حجم اندازه کول ستونزمن کار دی. دا ډول اسرائيلي شرکتونه نه يوازې په عربي اماراتو بلکې په سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو کې هم خپلو کاروبارونو ته دوام ورکړی دی.

پر متحده عربي اماراتو بشپړ چمتو کړل شوي توليدات پلورل کیږي څو د بيا ترمیم اړتيا یې پېښه نه شي او يا بيا هغه توليدات چې مشتري یې تر رانيولو وروسته په خپل هېواد کې ترمیم کړای شي. هغه توليدات چې په څو ځلي ترمیم ته اړتيا لري يوازې پر هغو عربي هېوادونو پلورل کیږی چې له اسرائيلو سره دیپلوماتيکي اړيکي لري.

اسرائيل د سافت وير د نويو شرکتونو په مرکز د بدليدو په حال کې دیانځور: DW/E. Rubin

د اسرائيلو د توليدي ټولنې په حواله له متحده عربي اماراتو سره د منظمو ديپلوماتيکي اړيکو تر تړون وروسته به اسرائيلي شرکتونه وکولی شي خپل توليدات په مستقيمه توگه په دغه هېواد کې وپلوري. د دغه ټولنې مشر رون تومر د سی ټيک نيوز ويب پاڼې سره په يوه مرکه کې وويل: «موږ يقين لرو چې تر سفارتي تړون وروسته به تر اوسه روان نااعلان شوی تجارت نور هم پراخ شي. موږ به وکولی شو چې د درملو په څېر توليدات چې ور باندې د هېواد د نوم ليکل مهم وي، صادر کړو.»

اړونده موضوع:متحده عربي امارات او اسرائيل د مناسباتو پر عادي کولو توافق کړی

په فارس خليج کې د فعالو شرکتونو څخه یې یو د «پاورنگ دا کولکتيو تهنکنگ لميتد» په نوم شرکت دمگړۍ په دوبۍ کې کار کوي. د دې شرکت څښتن گال ايلن وايي چې دوی ته له رسيدلي بريښنا ليک څخه دوی پوهيدلي ول چې دا ورته د دوبۍ د حکومت له خوا ورته استول شوی دی. هغه زياته کړې: «دا بريښنا ليک په برلين کې موجود زموږ ټیم ته ليږدول شوی وو. هغوی د اسرائيلو په اړه پوښتنه نه وه کړې او موږ هم ورته ونه ويل. خو د دوبۍ چارواکو ويلي ول چې دوی ته بِل بايد د امريکايي شرکت له خوا وليږدول شي نو موږ همداسې وکړل.»

گال ايلن وويل چې د دوبۍ چارواکي پوهيدل چې دا د اسرائيلو يو شرکت دی خو موږ ورسره په دې اړه کله خبرې نه دي کړي. دوی پر دې هم پوهيدل چې موږ د اسرائيلو حکومتي آژانسونو او د تل ابيب او بيت المقدس په څېر ښارونو کې خدمات ترسره کوو.

اسرائيلي شرکتونه له متحده عربي اماراتو سره ديپلوماتیکي اړيکو پېليدو ته له دې وجې هم ډېر خوښ دي چې عربي امارات ډېر شمتن هېواد دی او هلته به یې تجارت ډېر وځليږي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب