1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په عمليات د ماشوم زيږيدنه: مور او ماشوم ته کوم خطرونه لري؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۰, پنجشنبه

په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د عمليات له لارې ماشوم زيږېدنه ډېره شوې ده. خو ميندوارې ښځې بايد وپوهيږي چې دا ډول عمليات څه خطرونه او ستونزې لري؟

Brasilien Sao Paolo Baby aus Gebärmuttertransplantation
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dr. Wellington Andraus

د آلمان د بارمر په نوم د روغتيا بيمې يوې څيړنې ښوولې ده چې ځيني ښځې د عملیاتو له لارې د ماشوم زيږولو پريکړه کوي، ځکه چې دغه ډول زيږون ښه پلان کيدلی شي يعني سړی یې ورځ او ساعت تعينولی شي. ډیري ښځې د خپل ماشوم په اړه انديښنه لري. هغوی غواړي چې ماشوم د طبيعي زيږون پر وخت له هغه ټول فشاره وساتي چې ماشوم ورسره مخ کيږي.

خو په اصل کې د زيرون دردونه او دغه ټوله پروسه ماشوم ته ښه ده او گټه ورته رسوي. د مور په رحم کې د ماشوم سږي له اوبو ډکيږي. د زيږون پر وخت د فشار له کبله دغه اوبه له سږو خارجيږي او سږي ساه اخیستو ته چمتووالی نيسي. خو عمليات د دغه پروسې چې ډېره په کرار ترسره کيږي، مخه نيسي، ماشوم په اصطلاح په ناڅاپي توگه نړۍ ته راځي او يو څه یې ويروي.

له همدې کبله تر عملياتو وروسته ځيني ماشومان په ساه اخیستو کې ستونزه لري او څه موده د ماشينونو له لارې ساه اخيستو ته مجبوريږي. په اوږد مهال کې د عمليات ماشومان په ساه لنډۍ، ديابت يا شکر، حساسيتونو او نورو خود ايمني ناروغيو د اخته کيدو له خطر سره مخامخ کيږي.

عمليات مور ته کومې ستونزې ورپيښولی شي؟

په هغو هيوادونو کې چې د روغتيا ښه سیسټم لري، نن سبا دغه عمليات يوه عادي چاره ده، خو ستونزې په اصل کې تر عمليات وروسته پيدا کيږي. هر وارې دا ډول عملیات د ملانۍ يا Placenta  د ښوېدو خطر زياتوي. پر دې سربيره تر عملیاتو وروسته ښځې زياته وینه ضايع کوي او همدا راز د په رگونو کې د وينې د غوټه کيدو له مشکل سره مخامخ کیدلی شي.

هر څومره چې يوه مور ډېر دغه ډول عمليات کوی، له ډېر خطر سره مخامخ کیږي. په ځانگړي توگه دا عمليات په هغو سيمو کې ډېر خطرناک دي چې ښځې پکې په دوديز ډول ډېر ماشومان زيږوي.

ډاکتران وايي چې د زيرون دردونه او دغه ټوله پروسه ماشوم ته ښه ده او گټه ورته رسوي انځور: Imago/Pacific Press/A. Karimov

ډیري ښځې تر دې عملياتو وروسته د بل حمل په اخيستو کې مشکلات پيدا کوي. علت یې دادی چې په رحم کې د زخم له کبله اضافي غوښه او چربي پيدا کيږي.

يو وار عمليات شوې مور بايد نور زیږونونه هم په عمليات وکړي؟

تر عمليات وروسته سخت بدني کار او يا د طبيعي زيږون پر وخت دغه زخم بيرته شليدلی شي، خو البته په ډېرو کمو قضيو کې. کله چې د دوو زيږونونو ترمنځ تر دوو کالو ډېر تفاوت وي نو دغه خطر تر يو سلنې کمیږي. تر عملياتو وروسته يوه ښځه کولی شي بل ماشوم په طبيعي توگه وزيږوي خو شرط یې دادی چې د مور او ماشوم صحت ښه وي.

د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د ماشوم د زيږون عمليات تر طبيعي زيږون ډېر مصرف لري. په آلمان کې هم يو ډاکتر د دغه ډول عملياتو له پاره د طبيعي زيږون په مقابل کې ۱۰۰۰ يورو زياتې اخلي. روغتون ته هم دا ډول عمليات گران تماميږي.

خو دغه ډول زيږون سړی ښه پلان کولی شي او له همدې کبله د يوه روغتون د چلونکي له پاره يو مهم فکتور دی او کولی شي ښه منافع ترې ترلاسه کړي.

دا عمليات په کومو هېوادونو کې ډیر کیږي؟

د اروپا، امريکا او آسيا په ډېرو برخو کې هر څلورم ماشوم د عملياتو له لارې نړۍ ته راځي، په آلمان کې هر درېم او په برازيل آن هر دويم ماشوم. برعکس بيا د افريقا د سترې صحرا په هيوادونو کې دغه عمليات ډېر کم دی. په نايجر، چاد، ايتوپيا، بورکينا فاسو او مدغاسکر کې تر ټولو کم دغه ډول عمليات ترسره کيږي.   

bs/nz (Sophia Wagner) 

زموږ له آرشيف څخه:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب