په غزني کي چاودنو او يرغل ۹۰ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۳ شهریور ۱۳, پنجشنبهد غزني مرستيال والي محمد علی احمدي، رسنيو ته ويلي دي چي د پنجشنبې ورځي (۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۴مه) سهار وختي د دغه ولايت د ملي امنيت رياست ودانۍ د شا په دروازه کي د چاودېدونکو موادو ډک موټر وچاودېد.
د احمدي په خبره تر چاودني وروسته وسله والو کسانو کوښښ وکړ چي د ملي امنيت رياست ودانۍ ته ننوځي خو بريالي نه سول او يوې نژدې ودانۍ ته وختل او جنگ پيل سو.
بله خوا بيا د غزني ولايت د پوليسو قوماندان خان پاچا شيرزاد اسوشېتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي دا يوه نه بلکي دوې چاودني وې او يو موټر بم هغي ودانې ته نژدې چاودلی دئ، چي پوليس پکښې بيده ول، په دغه چاودنه کي ۸ تنه پوليس وژل سوي دي.
د غزني مرستيال والي ويلي دي چي له وسله والو سره جنگ ۳ ساعته دوام وکړ، څو ټول ۱۳ سره يرغل کوونکي ووژل سول.
د غزني د روغتيايي چارو مسئول ضياگل اسفندي، بيا ويلي دي چي دوی ته د درو تنو پوليسو او يوه ملکي وگړي مړي ور وړل سوي دي. ويل کيږي چي په دغه پيښه کي تر ۱۵۰ زيات کسان ټپيان سوي دي چي اکثره ئې د ودانيو په هندارو او خښتو خوږ سوي دي.
عينی شاهيدانو ويلي دي چي چاودنه دومره زوروره وه چي تر ډېر لير ځايه پوري ئې لا د کورونو او دوکانونو هنداري، کړکۍ او دروازې ماتي کړي دي.
د پيښه پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده.