1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په غزني کې د طالبانو موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ مرداد ۵, شنبه

د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر د دې ولایت په اب بند ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او له شلو ډیر ټپیان دي.

Karte Afghanistan Ghasni Ab Band Englisch

نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۷مه نیټه) د غزني ولایت ځايي چارواکو وویل چې د دې ولایت په آب بند و لسوالۍ کې د طالبانو یوه موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولایت د ولایتي شورا غړو حمید الله نوروز او امان الله کامران د یادې پیښې په هکله وویل چې دغه پیښه د دې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او له شلو ډیر ټپیان دي.

د ولایتي شورا یادو غړو وویل چې موټر بم ځانمرګي بریدګر یوه دولتي ودانۍ هدف ګرځولې او دا چې یاده ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. طالبانو د دغه ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو له اوږدې مودې راهیسې خبرې او مذاکرات روان دي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر حکومتي او نړیوالو اهدافو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. طالبان په دې فکر دی چې د جګړې په ډګر کې قوت به یې په خبرو کې موقف غښتلی کړي.

DPA /KH-AWA