1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په غزني کې د ولسمشر غني په ۲۰۰ مترۍ کې توغندی لګیدلی

۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبه

د پنجشبنې په ورځ هغه مهال چې ولسمشر غني د غزني ولایت په سفر بوخت وو، پر غزني ښار درې توغندي ولګیدل. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پیښې مسوولیت نه دی منلی.

Gefechte in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. A. Danishyar

د غزني د امنیې قوماندانۍ مرستیال رمضان علي محسني، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په دې پیښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. غزني پلازمیني کابل ته څیرمه پروت ولایت دی چې څه موده وړاندې یې طالبانو د مرکز د نیولو هڅه وکړه.

د معلوماتو له مخې یو توغندی د غزني د ولایت مقام په ۲۰۰ مترۍ کې لیګیدلی. د توغندي د لګیدو پرمهال ولسمشر غني د ولایت په مقام کې له ولایتي امنیتي چارواکو، دیني علماوو او د مدني ټولنې له غړو سره ملاقاتونه لرل.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري، د پیښې په هکله وویل: «دغه [توغندی] د ولایت له مقام څخه لیرې لګیدلي دي.»

د توغندويي برید پرمهال د ولسمشر ویاند چخانسوري له ولسمشر سره وو او د نوموړي په حواله هغه له دریو څخه د یوه راکیټي برید غږ اوریدلی دی. د نوموړي په وینا دغه راکټ د ښار په یوه لیرې څنډه کې لګیدلی دی.

د روان کال په اګست میاشت کې پر غزني ښار د طالبانو تر ډله ایز برید وروسته، دغه ولایت ته دا د ولسمشر غني دویم سفر دی. ملګرو ملتونو ویلي وو چې د غزني ښار د نیولو په موخه د طالبانو او امنيتي ځواکونو په نښتو کې شاوخوا ۲۰۰ ملکیان وژل شوي.

په عین وخت کې د لوی اختر په ورځ د ولسمشر د وینا پر مهال هم کابل د یوې ورته پیښې شاهد وو. د لوی اختر په ورځ په ارګ کې د ولسمشر د وینا پر مهال یو شمیر توغندي پر کابل ښار وتوغول شول چې مسوولیت یې بیا وروسته اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه واخیست.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب